د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا: د کورونا د مخنیوي لپاره بندیزونه پر ځای ساتل کېږي


اریشف
اریشف

د خیبر پښتونخوا حکومت د کورونا وایرس د قابو کولو لپاره د بندیزونو د پر ځای ساتلو پرېکړه کړې ده.

د خېبر پښتونخوا د وزیر اعلا محمود خان په مشرۍ غونډه کې پرېکړه شوې چې د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره به په کاروبارونو ځینې بندیزونه پرځای وي او ولس به ماسکونه اچوي.

د اپرېل پر ۲۴مه د کورونا وایرس مخنیوي لپاره د ټاسک فورس په دې غونډه کې فیصله وشوه، چې کومو کاروبارونو ته اجازه ورکړل شوې هغه به څلور بجې تړل کېږي.

د خېبر پښتونخوا تجاران ‏او دوکانداران غوښتنه کوي چې حکومت دې بندیزونه کم کړي او نور کاروبارونه دې هم پرانېزي.

بلخوا د په خیبر پښتونخوا کې د ځوانو ډاکترانو اتحادیې خبرداری ورکړی چې وایرس لا په خپرېدو دی.

د اتحادیې مشرانو د اپرېل پر ۲۴مه په پېښور پرېس کلب کې خبري کانفرانس ته په وینا کې له حکومته غوښتلي چې په بازارونو او جوماتونو کې خلکو ته د رټولیدو اجازه دې نه ورکوي او ولس ته يې خواست کړی چې د روغتیا اصول دې عملي کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG