د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلامي همکارۍ سازمان د افغانستان د شخړې سوله ییز حل غواړي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د اسلامي همکارۍ سازمان [او ايي سي] وايي، په افغانستان کې د شخړې یو سوله ییز حل لپاره د افغانانو خپلمنځي خبرې اترې مهمې دي.

یاد سازمان د اپرېل پر ۲۴مه په یوه اعلامیه کې د افغانستان له ټولو لوریو او مشرانو یو ځل بیا غوښتنه کړې چې د روژې په میاشتې کې دې د تلپاتې سولې او تاوتریخوالي کمولو لپاره په ګډه کار وکړي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې افغانستان د کورونا وایرس د خپرېدو له کبله له ستونزمن حالت سره مخامخ دی.

یاد سازمان زیاتوي چې ټول افغان مشران او لوري باید یو موټی شي او د کورونا وایرس پرضد دې په ګډه مبارزه وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG