د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا سېنېټ د ۴۸۴ اربه ډالرو یو نوی بل منظور کړ


د امریکا سېنېټ
د امریکا سېنېټ

د امریکا استازو جرګې د اپرېل پر ۲۳مه د کورونا وایرس د مرستو ۴۸۴ اربه ډالرو یو نوی بل منظور کړی دی.

دغه پېسې به د کورونا وایرس له کبله د رامنځته شویو اقتصادي ستونزو او د دې ناروغۍ د مخنیوي پر لارو لګول کېږي.

د مرستو دغه پېکج به اوس ولسمشر ډانلډ ټرمپ ته د لاسلیک لپاره لېږل کېږي.

دغه بل له وړاندې په اکثریت سره د سېنېټ لخوا منظور کړل شوی دی.

ولسمشر ټرمپ ژمنه کړې ده چې د مالي مرستو په اړه دغه بل به ژر لاسلیکوي.

دغه پېسې به د وړوکو کاروبار لرونکیو لپاره وي چې خپلو کارکونکیو ته تنخاګانې ورکړي، او خلک ترې د کورونو کرایانې او نور ضرورتونه پوره کړي.

د دې پیسو ۷۵ اربه ډالره روغتونونو ته، ۲۵ اربه ډالره د کورونا وایرس ازموینو ته، ۶۰ اربه ډالره هغو کسانو ته د پورونو لپاره ځانګړې شوې دي چې اقتصادي زیان وراوښتی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG