د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ: که ایرانۍ کښتۍ مزاحمت کوي، پوځيان دې ورباندې برید وکړي


امریکا وايي ایرانۍ کښتۍ یې بېړیو ته ورنېږدې شوې وې
امریکا وايي ایرانۍ کښتۍ یې بېړیو ته ورنېږدې شوې وې

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وایي امر یې کړی چې که ایراني بیړۍ امریکایي بېړیو ته مزاحمت کوي پوځیان دې برید پرې وکړي او له منځه دې یوسي.

هغه دا خبره د اپرېل پر ۲۲مه، پر ټوېټر په بیان کې کړې ده.

ټرمپ په ماښامنۍ خبرې غونډه کې هم د ټویټ یادونه وکړه او ویې ویل چې نه غواړي ايرانۍ بېړۍ په هېڅ ځای کې امريکايي بیړیو ته نېږدې شي.

اخوا د ایران د وسله وال پوځ ویاند د ټرمپ د دې خبرو په غبرګون ویلي چې د هغه هېواد چارواکي دې د خپل ځان ژغورلو او د کورونا وایرس وبا د مسلې د حل په فکر کې واوسي.

څو ورځې مخکې په خلیج پارس کې د امریکا د سمندري ځواکونو کښتيو ته د ایران د انقلابي ساتندويانو ځواکونو بیړۍ ورنېږدې شوې وې.

امریکا ویلي و چې د دوی بحري پوځیانو په نړیوالو اوبو کې مشقونه کول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG