د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جوزجان خم‌اب لپاره د طالبانو ولسوال او د هغه ۱۳ ملګري وژل شوي


ارشیف
ارشیف

د جوزجان ولایت سیمه‌ییز چارواکي وایي چې د خم‌اب ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال او د هغه ۱۳ ملګري وژل شوي او ۱۰ نور طالبان ټپیان دي.

د جوزجان ولایت مطبوعاتي دفتر یکشنبه په یوه اعلامیه کې ویلي وسله‌والو طالبانو ته دا مرګ‌ژوبله د افغان پوځیانو په هغو ګډو عملیاتو کې اوښتې چې د یکشنبې په ورځ‌یې په خم‌اب ولسوالۍ کې ترسره کړل.

افغان چارواکو ویلي چې خم‌اب ولسوالۍ یې په بشپړه توګه له طالبانو تصفیه کړې ده او اوس وخت د قرقین ولسوالۍ د تصفیې په هدف پوځي عملیات دوام لري.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه د افغان چارواکو د دې څرګندونو په غبرګون چې په جوزجان کې یې ګڼو دغو وسله‌والو ته مرګ‌ژوبله اړولې، کومه تبصره نه‌ده کړې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG