د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر ټرمپ د کورونا په اړه پر چین پوښتنې راپورته کړې


ولسشمر ډونلډ ټرمپ
ولسشمر ډونلډ ټرمپ

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او بهرنيو چارو وزير مایک پامپيو له کورونا وبا سره د چين پر چلند يو وارې بيا پوښتنه راپورته کړې او له چينه يې په دې اړه نور معلومات غوښتي چې د کورونا وايرس وبا څنګه پېل شوه.

د اپريل په ۱۸ مه د سپينې ماڼۍ په غونډه کې د وينا پر وخت ولسمشر ټرمپ وويل پوښتنه دا ده چې ايا دا يوه بې قابو شوې تېروتنه وه او که قصدا کار وو. ؟

که چين دا د قصدا کړی وي نو بايد چې له انجام سره يې مخ شي. خو ټرمپ د دې وضاحت ورنکړ چې دوی به څه وکړي.

بلخوا پامپيو د اپريل په ۱۸ مه په خپل ټويټ کې وويل له چينايي حکومت سره بايد احتساب وشي.

د امريکا ولسمشر او بهرنېو چارو وزير په چين له دې کبله سختې نيوکې کړي چې دوی چين تورنوي چې په اوهان کې په لومړي ځل د کورونا وايرس د رامنځته کېدو په اړه په معلوماتو کې شفافيت نلري

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG