د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنوبي وزيرستان کې ملازمينو د خپلو غوښتنو لپاره احتجاج کړی


د جنوبي وزيرستان د پخواني پولېټکل اېجنټ د دفتر ۸۴ ملازمينو د خپلو غوښتنو لپاره احتجاج کړی.

پرون د ډپټي کمشنر ټانک کمپاونډ مخې ته احتجاج کونکو ملازمينو مشال راډيو ته وويل چې په خېبر پښتونخوا کې د قبايلي سيمو تر ضم کېدو وروسته دوی په پوليسو کې برتي کړل شوي خو د برتۍ رسمي امر يې نه دی جاري شوی.

د دوي په وینا ، له تېرو پنځو مياشتو راهيسې يې تنخواګانې هم بندې دي.

بلخوا د جنوبي وزيرستان د پوليس ځواک مشر تېره ورځ مشال راډيو ته وويل چې د خېبر پښتونخوا د کورنو چارو څانګه وايي د صوبايي کابينې تر منظورې وروسته به د يادو کسانو د برتۍ رسمي امر جاري کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG