امريکا او برتانيا په هانګ کانګ کې د ۱۴ جمهوري پلوو کسانو نيول غندلي دي.
د امريکې بهرنيوو چارو وزارت د اپرېل پر ۱۸مه په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې دا کار د هغو ضمانتونو خلاف دی چې شل کاله مخکې چين له برتانيه څخه د هانګ د ترلاسه کولو په وخت ورکړي وو.
د برتانیا بهرنيوو چارو وزارت هم پرون په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې هر کس بايد د احتجاج حق ولري.
د اپرېل پر ۱۸مه پر نيول شوو کسانو تور دی چې په غېر قانوني ډول راغونډ شوي وو. تېر کال په هانګ کانګ کې خلکو د جمهوري ارزښتونو او اصلاحاتو لپاره پراخې مظاهرې کړې وي او حکومت په زرګونو کسان نيولي وو.