د لاسرسي ځای

تازه خبر

رپورټونه وايي‌، کورونا په ارګ کې هم ۲۰ تنه نیولي‌


ارګ
ارګ

د سرچينو تر مخه د افغان ولسمشر اشرف غني په دفتر يا ارګ کې ۲۰ کسان په کورونا اخته شوي دي.

رويټرز خبري اژانس ته يوه افغان چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط ويلي چې له دې امله ۷۰ کلن ولسمشر غني د خپلو کارکوونکیو سره تماس کم کړی او اوس تر ډېره د ويډيو او انټرنيټ له لارې غونډو کې برخه اخلي.

په افغانستان کې د اپرېل تر ۱۹مې پورې په کورونا وایرس د اخته شوو کسانو شمېر ۹۳۳ دی او ۳۴ کسان ترې مړه شوي هم دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG