په ډېره اسماعیل خان کې یوه عدالت د اپرېل پر ۱۸مه د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ سردار عارف وزیر د پلټنو په موخه په ۱۴ ورځني عدالتي تحویل کې زندان ته استولی دی.
ټاکل شوې وه چې نوموړی د ترهګرۍ ضد عدالت ته وړاندې شوی وای، خو نن [د اپريل ۱۸مه] د رخصتۍ له وجې سېشن جج ته وړاندې شو.
عارف وزیر پرون [د اپريل پر ۱۷مه] د جنوبي وزيرستان په واڼه کې نیول شوی و.
د جنوبي وزیرستان پولیس وايي، پر وزیر د ترهګرۍ او له هېواد سره د غدارۍ مقدمه دایره شوې.
پښتون ژغورنې غورځنګ پر نوموړي لګېدلي تورونه بې بنسټه بولي.
عارف وزير تر دې وړاندې په تېرو دوو کلونو کې څو ځلې نيول شوی دی.