د پیسو نړیوال صندوق (ای اېم اېف) انتظاميې څانګې او نړيوال بانک هوډ څرګند کړی چې د کورونا وبا له کبله نړيوال اقتصاد ته د رسېدونکو زيانونو د مخنيوي لپاره به هڅې زياتوي.
د ای اېم اېف او نړيوال بانک مشرانو د اپرېل پر ۱۷مه د دې دواړو ادارو د پسرلنۍ غونډې په پای کې ټينګار وکړ چې د دوی ادارې د روان روغتيايي بحران له خطره په بشپړه توګه خبرې دي.
دوی له بل سره د ويډيو کانفرنس له لارې خبرې وکړې. د ای اېم اېف د وړاندوينې له مخې په دې کال کې به د نړۍ اقتصاد درې سلنه راټيټ شي.
دا به په ۱۹۳۰مه لسيزه کې تر رامنځته شوي لوی نړيوال اقتصادي بهران وروسته په اقتصاد کې تر ټولو لوی کمی وي.