د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د کورونا وهلو شمېر ۷،۷۱۷ ته رسېدلی


د بلوچستان په کلا عبدالله کې يوه روغتياپاله ښځو ته له کورونا وايرسه د ځان ژغورنې لارښوونه کوي.
د بلوچستان په کلا عبدالله کې يوه روغتياپاله ښځو ته له کورونا وايرسه د ځان ژغورنې لارښوونه کوي.

په پاکستان کې د اپريل تر ۱۸مې په کورونا وايرس د اخته کسانو شمېر ۷،۷۱۷ ته رسېدلی دی. بلخوا په دې هېواد کې د دې وايرس له امله ۱۴۴ کسان مړه شوي خو تر ۱۸۰۰ زيات بېرته رغېدلي هم دي.

د پاکستان د روغتيا چارواکو په وينا، په پنجاب صوبه کې په ۳۴۳۵، په سيند کې ۲۳۵۵، په خيبر پښتونخوا کې ۱۰۷۷، په بلوچستان کې ۳۵۹، په اسلام اباد کې ۱۶۳، په ګلګت بلتستان کې ۲۵۰ او د پاکستان تر انتظام لاندې کشمير کې په ۴۸ کسانو کې د دې وايرس پخلی شوی دی.

کورونا وایرس د ۲۰۱۹م کال په ډېسېمبر مياشت کې د چين په ووهان ښار کې راڅرګند شو چې د روغتيا د نړيوال سازمان په وينا د نړۍ تقريباً ټولو هېوادونو ته خپور شوی دی.

تر دې دمه په نړۍ کې تر ۲۲ نيم لکه زيات کسان په دې وايرس اخته شوي او تر يو لک ۵۵ زره زيات ورڅخه مړه شوي هم دي. بلخوا له دې ناروغۍ څه باندې پنځه لکه ۸۲ زره کسان رغېدلي هم دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG