د لاسرسي ځای

تازه خبر

واڼه: د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ عارف وزیر بیا ګرفتار


د پي ټي اېم یو مخکښ سردار عارف وزیر
د پي ټي اېم یو مخکښ سردار عارف وزیر

د جنوبي وزیرستان پولیسو د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ سردار عارف وزیر نیولی دی.

په واڼه کې د پولیسو تاڼه دار عثمان وزیر نن مشال راډیو ته وویل چې پر وزیر تور دی چې په افغانستان کې یې په یوه وینا کې د پاکستان ضد خبرې کړې دي.

ده زیاته کړه چې نوموړی یې تر ګرفتارۍ وروسته ټانک ته د عدالتي کارروايۍ لپاره استولی دی.

عثمان وزیر له دې پرته نور معلومات ورنکړل. خو د پښتون ژغورنې غورځنګ یو بل مخکښ جمال مالیار پر وزیر لګېدلي تورونه ناسم بللي او زیاتوي چې پولیس بې له کره ثبوتونو د غورځنګ غړي او مشران نیسي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG