د لاسرسي ځای

تازه خبر

اعلا وزبر سوات کې د کورونا ټیسټ لیبارټري پرانستله


وزبر اعلا محمود خان په سوات کې خبري غونډې پر مهال
وزبر اعلا محمود خان په سوات کې خبري غونډې پر مهال

خیبر پښتونخوا اعلی وزیر محمود خان وايي د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره حکومت ګامونه پورته کړي دي او ولس ته د دولسو زرو امدادي رقم ورکول پیل شوي دي.

نوموړي نن د سوات دورې پر مهال د کورونا وایرس د ټیسټ لپاره د یوې لیبارټرۍ پرانستو پس خبریالانو ته وویل چې په سیمه کې یې له وایرسه د متاثره کسانو لپاره د قرنطین مرکزونو جاج واخیستو او هڅه کوي چې ولس ته هر قسمه سهولتونه ورکړل شي.

په سوات کې د لیبارټرۍ تر پرانستل کېدو سره به د کورونا وایرس ټیسټ په یوه ورځ کې کېدای شي.

په دغه مهال وفاقي وزير مراد سعيد وویل چې په سوات کې چې کوم کسان له امداد نه پاتې شي نو هغوي ته به د زکوة محکمې تر سيوري لاندې مرستې ورکول کیږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG