د سوات د چارباغو پولیس وايي، د اپرېل ۱۵مې شپې مهال د سیمې یوه کس خپله پخوانۍ ښځه ویشتلې ده.
تاڼېدار محمد ایاز د اپرېل پر ۱۶مه مشال راډیو ته وویل، ښځې له شاکر الله څخه طلاق اخیستی وو او لله بل کس سره یې واده کاوه.
د ده په خبره، د ښځې د پلار په وینا یې د نوموړي او د هغه د ورور صابر خان ضد مقدمه دایره کړې.
دواړه ملزمان لا نه دي نیول شوي.