د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران کې کم خطره کاروبار بېرته پیل شوی


ارشیف
ارشیف

ایران د اپرېل پر ۱۱مه له تهرانه پرته په نورو ښارونو کې د کم خطره کاروبارونو بیا پرانیستل پیل کړل.

اېرنا خبري اژانس راپور ورکړی چې ټاکل شوې د ایران پلازمېنه د اپریل پر ۱۸مه بیا پرانیستل شي.

له راپور سره سم، د ایران ولسمشر حسن روحاني له خلکو غوښتي چې د طبي کارکوونکو د سپارښتنو له لارې د وایرس مخنیوي ته کار وکړي.

د روحاني په خبره، د محدودیتونو کمول په دې معنا نه دي چې روغتیايي معیارونه او جسمي واټنونه دې نه مراعات کېږي.

تسنیم خبري اژانس ویلي، د ایران د سوداګرو ټولنې حکومت ته د کم خطره کاروبار لېسټ ورکړی دی، چې ورسره سم هغه پلورنځي او کاروبارونه بېرته پرانستل کېږي چې د خلکو حضور پکې کم وي.

رسمي ارقام ښيي چې په ایران کې څه باندې ۶۸،۰۰۰ کسان په کورونا وایرس اخته شوي دي.

ایراني چارواکو ویلي، که هلته ټولبند اوږد شي، ښايي څلور میلیونه کسان دندې له لاسه ورکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG