د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورونا وایرس: د بريتانيا وزیر اعظم روغتیايي حالت خراب شوی


د بریتانیا وزير اعظم بورېس جانسن
د بریتانیا وزير اعظم بورېس جانسن

بريتانوي وزير اعظم بورېس جانسن چې په کورونا ناروغۍ اخته دی، روغتيايي حالت يې لا نور خراب شوی.

د وزير اعظم دفتر د اپرېل پر شپږمه په يو بيان کې ویلي دي چې پرون تر غرمې وروسته د بورېس جانسن صحت لا نور خراب شو نو د ده طبي ډلې په مشوره يې نوموړی د روغتون په انتهايي نګهداشت څانګه کې داخل کړ.

نوموړی یې د اپرېل پر پنځمه د لندن په سېنټ تامس روغتون کې داخل کړی وو.

د جان هاپکېنز پوهنتون د شمېرو له مخې کورونا وايرس تر نننه پورې په نړۍ کې څه باندې ۷۴۰۰۰ کسان مړه کړي چې شاو خوا ۵۰ زره يې په اروپا کې دي.

په ياد وايرس څه باندې ۱۳ لکه ۴۶ زره کسان اخته شوي دي. خو له دې وايرسه د خلکو د مړه کېدو او متاثره کېدو رفتار ورو شوی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG