ځوانان په لاک ډاون کې بې وزلو سره مرستې کوي
په پاکستان کې د کورونا وبا مخنیوي لپاره د حکومت لخوا د اعلان شویو ګامونو له مخې په هیواد کې بازارونه او سکولونه تړلي پراته دي او خلک تر کورونو محدود شوي دي. د لاک ډاون له امله ډېرۍ هغه کسان متاثره شوي دي چې د هرې ورځې په بنیاد کار کوي. په خیبر پښتونخوا کې ځینو ځوانانو د هغو بې وزله کسانو د مرستې کار پیل کړی دی چې روزګارونه یې متاثره شوي دي. د مشال راډیو په دې خپرونه کې ملیحه امیرزاده له هغو څو ځوانانو سره خبرې کړي دي چې د غریبانانو مرسته کوي.