د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا حکومت چترال ته پر تګ راتګ بندیز لګولی


د چترال یو عکس
د چترال یو عکس

د خیبر پښتونخوا د ملاکنډ ډېوېژن کمېشنر وايي، د چترال له دوو ضلعو پرته په ټوله سیمه کې د کورونا وایرس مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

ریاض خان مسعود د اپرېل پر درېیمه د سوات په سیدو شریف کې خبریالانو ته وویل چې د ملاکنډ ډېوېژن له نهو ضلعو څخه یوازې کوز او بر چترال ضلعې له وایرسه محفوظه پاتې دي.

ده وویل، همدا لامل دی چې له چتراله یې د خلکو پر وتلو او ورتګ بندیز لګولی.

مسعود زیاته کړه چې که څوک هرو مرو هلته ورتګ غواړي نو لومړی به ۱۴ ورځې ګوښه کېږي او بیا به د ورتګ اجازه ورکوي.

د ملاکنډ کمېشنر زیاته کړه چې په چترال کې د خوړو او د ولس د نورو اړتیاو پوره کولو لپاره یې کوټلي اقدامات کړي.

د امریکا د جانز هاپکېنز پوهنتون له وینا سره سم، د اپرېل تر څلورمې نېټې پورې په پاکستان کې د کورونا وایرس ټولې ۲،۷۰۸ پېښې ثبت شوې دي چې ورڅخه یې ۴۰ کسان مړه شوي او ۱۳۰ رغېدلي دي

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG