د خېبر ضلعې عادل رحمان اپرېدی چې په سیمه کې درملتون لري، په دا وروستيو کې د کورونا وایرسه له ناروغۍ جوړ شوی دی، وايي، تر شپږو ورځو پورې يې د بدن درجه حرارت ۱۰۳ وو، درې ورځې ورته د سا مسله وه او وجود يې هم خوږېدو. له عادل رحمان سره اسرار عالم مومند غږېدلی دی.