د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تفتان په قرنطینه کې له ایرانه پر ستنېدونکي فدا محمد څه تېر شول؟


د تفتان په قرنطینه کې له ایرانه پر ستنېدونکي فدا محمد څه تېر شول؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:12:23 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

فدا محمد د کاروبار لپاره ايران ته تللی و خو هلته د کورونا وايرس تر خپرېدو وروسته چې پاکستان ته ستون شو نو چارواکو په تفتان کېمپ کې قرينطين کړ. دا چې پر نوموړي په تفتان کې څه تېر شول؟ احمد شاه اعظمي ورسره خبرې کړې

پاکستان په سرحدي ښارګوټي تفتان کې چارواکو له ايرانه ستنېدونکيو زيارتیانو او کاروباريانو لپاره د کورونا وايرس د مخنيوي په خاطر قرنطين مرکز جوړ کړی دی. په دغه مرکز کې خلک تر دوو اونيو پورې ساتل کېږي او بيا د پاکستان د بېلا بېلو صوبو پر لور خپلو سيمو ته لېږل کېږي. فدا محمد د کاروبار لپاره ايران ته تللی و خو هلته د کورونا وايرس تر خپرېدو وروسته چې پاکستان ته ستون شو نو چارواکو په تفتان کېمپ کې قرينطين کړ. دا چې پر نوموړي په تفتان کې څه تېر شول؟ احمد شاه اعظمي ورسره خبرې کړې او په لومړي سر کې يې ورڅخه پوښتلي چې ايراني چارواکو په څه حال کې پاکستان ته د داخلېدو اجازه ورکړه؟
XS
SM
MD
LG