د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا پر ایران د بندیزونو نرمښت وغځاوه


ایران
ایران

د امریکا حکومت پر ایران په لګول شویو بندیزونو کې معافیت د نورو ۶۰ ورځو لپاره تمدید کړ.

له دې پرېکړې سره به روسیه، چین او اروپايي هېوادونه وکولای شي چې د دې هېواد په اټومي بټیو کې د اټومي وسلو د پراختیا مخنیوي کار ته دوام ورکړي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو دا معافیت د مارچ پر ۳۰مه تایید کړ، خو هغه یادونه وکړه چې دا پرېکړه د ایران اټومي فعالیت محدودوي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویانده مورګان اورتاګوس په یوه بیان کې وايي د ایران د اټومي فعالیتونو پراخېدل د منلو وړ نه‌ دي.

مېرمن اورتاګوس زیاتوي، د ایران د رژیم لخوا په اټومي برخه کې اخاذي د نړۍ سولې او امنیت ته لوی ګواښ دی.

په بندیزونو کې معافیت ایران ته اجازه ورکوي چې د اټومي وسلو د نه‌ پراختیا پر اساس په اراک د درنو اوبو په تحقیقي اټوم بټۍ، د بوشهر په اټومي تاسیساتو او د تهران په تحقیقاتي رېکټور او نورو ساحو کې کار ته دورام ورکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG