د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې د کورونا وړجنو شمېر۱۷۰ ته ورسېد


کابل کې پر کورونا وایروس ۱۰ تنه اخته شوي.
کابل کې پر کورونا وایروس ۱۰ تنه اخته شوي.

په افغانستان کې پر کورونا وایرس د اخته کسانو شمېر۱۷۰ ته ورسېد.

د افغانستان روغتیا وزارت ویاند وحید مایار د مارچ پر۳۰مه ناوخته رسنیو ته وویل چې په کورونا وایرس د خلکو اخته کېدو ډېرې پېښې په هرات کې ثبت شوې دي.

هغه زیاته کړه: "په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وایرس ۱۳۶ مشکوکې پېښې د هرات په البراتوار کې ثبت شوې چې له هغې جملې ۲۵ مثبتې پېښې تثبیت شوې دي.

په ټول هېواد کې د مثبتو پېښو شمېر ۱۷۰ ته ورسېد."

تر هرات وروسته کابل په دوهم کتار کې راغلی چې په کورونا وایرس د اخته کسانو شمېر پکې ۱۰ ته رسېږي.

کورونا وایرس تر اوسه په افغانستان کې د درېیو کسانو د مړینې سبب شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG