جنوبي کوريا د شمالي کوريا له خوا په مشکوک بيليسټيک ميزاياو توغولو تنقید کړی دی. د جنوبي کوريا د ګډو ځواکونو مشر نن د مارچ په ۲۹مه وويل چې له ځمکې سمندره ته ويشتل شوي دا دوه توغندي ځکه هم سم کار نه دی چې نړۍ کې د کورونا وایرس سره په مبارزه بوخته ده.
دا ميزايل د جنوبي کوريا په سمندري حدودو کې نه دې لګيدلي خو اندېښنې يې ځکه راپارولې چې دا د شمالي کوريا د هغه کار تسلسل دی چې له څو هفتو راهيسې يې کوي. شمالي کوريا د امريکا سره د ايټمي موادو پر سر د خبرو تر ختمولو وروسته دميزايلو داغلو ته زور ورکړی دی.