د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان: په کورونا وايرس د اخته کسانو شمېر ۱۱۶ شو


په هرات کې د ښاروالۍ کارکوونکي له کورونا وايرسه د مړ شوي تن مړی ښخوي
په هرات کې د ښاروالۍ کارکوونکي له کورونا وايرسه د مړ شوي تن مړی ښخوي

د افغانستان روغتيا وزارت نن (د مارچ په ۲۹مه) په يوه خبرپاڼه کې وويل چې په ټول هېواد کې په کورونا وايرس د اخته کسانو شمېر، ۱۱۶ ته رسېدلی دی. له دې څخه درې تنه مړه شوي هم دي.

بلخوا د ننګرهار ولايت والي شاه محمود مياخېل د کورونا وایرس د مخنيوي لړ کې پورته شوو ګامونو له امله اغېزمن شوو، غریبو خلکو سره د مرستې لپاره يې يو فنډ جوړ کړی دی. هغه د مارچ په ۲۹مه مشال راډيو ته وويل چې په دې فنډ کې تر اوسه ده، تجارانو او ګڼو نورو خلکو تر يو لکو ډالرو پورې اچولي دي. د هغه په وېنا د هرې غرېبۍ کورنۍ لپاره به يوه مياشت خوراک څښاک اخیستل کېږي.

په ننګرهار کې د کورونا وايرس يو مریض ثبت شوی دیو بازارونه بند او خلک په کورونه ساتل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG