د افغانستان د ملي امنیت شورا افغانستان ته د طالبانو د پلاوي د سفر خبر رد کړ.
د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل نن [د مارچ پر ۲۷مه] مشال راډیو ته وویل چې نن د طالبانو پلاوی کابل ته نه راځي.
فیصل دا لنډ خبر پر "وټساپ" مشال راډیو ته لېږلی او په دې اړهي ې نور تفصيل نه دی شريک کړی.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهېل شاهین پرون ماښام [د مارچ پر ۲۶مه] مشال راډیو ته ویلي و چې یو پلاوی به یې نن کابل ته ولاړ شي.
شاهین ویلي و چې دا پلاوی به د طالبانو د یو شمېر بندیانو د خوشې کېدو خبر د تایید لپاره بګرام ته ځي.
شاهین ویلي و چې د هغوی ۱۵ کسیز پلاوی به د سره صلیب د نړیوالې ټولنې په مرسته افغانستان ته ځي او دا سفر د بینالافغاني خبرو د پیل معنا نه لري.