د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چین او امریکا ولسمشران د کورونا پر مخنیوي غږېدلي


A combo photo of Chinese President Xi Jinping (L) and ation of file photos showing Chinese President Xi Jinping (L) at London's Heathrow Airport, October 19, 2015 and U.S. President Donald Trump
A combo photo of Chinese President Xi Jinping (L) and ation of file photos showing Chinese President Xi Jinping (L) at London's Heathrow Airport, October 19, 2015 and U.S. President Donald Trump

د چین او امریکا ولسمشرانو شي ژین پینګ او ډونلډ ټرمپ د کرونا وایرس وبا په اړه ټيلي فوني خبرې کړې دي.

ټرمپ ویلي چې له خپل چینايي سیال سره په دې اړه په ګډه کار کوي.

د مارچ پر ۲۷مه دواړو مشرانو پر ټيلي فون خبرې په داسې حال کې کړي چې په امریکا کې د کرونا ځپلو شمېر د چین پرتله زیات شوی. د دغه وایرس کېسونه اول د چین په ووهان ښار کې برڅېره شوي وو.

ولسمشر ټرمپ او ځينو نورو امریکايي چارواکو مخکې داسې اشارې ورکړې وې چې ګواکې چین نړۍ ته د ناروغۍ په اړه سم مالومات نه وو ورکړي چې په هوبې صوبه کې په ډېسېمبر کې دغه کېسونه مخې ته راتلل پیل شوي وو.

ولسمشر ټرمپ پر ټویټر پاڼه لیکلي چې واشنګټن او بیجنګ په ګډه کار کوي او له شي ژین پینګ سره یې د کرونا وایرس په اړه ټيلي فونې خبرې ښې وبللی.

د چین سرکاري میډیا هم د خبرو په اړه لیکلي چې ولسمشر شي ژین پینګ ولسمشر ټرمپ ته ویلي چې چین د خپلو ټیسټونو په اړه مالومات نه پټوي او دا چې دواړه هیوادونه باید په ګډه د ناروغۍ د مخنیوي په لړ کې هلې ځلې وکړي.

د امریکا د جان هپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې امریکا اوس په نړۍ کې د کرونا وایرس تر ټولو زیات کېسونه لري او له اټلي نه هم مخکې شوې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG