د لاسرسي ځای

تازه خبر

اروپايي ټولنه کې د مقدونیا او البانیا د شاملېدو لپاره خبرې کېږي


سکوپې کې د اروپايي ټولنې او شمالي مقدونيا بېرغونه (ارشيف)
سکوپې کې د اروپايي ټولنې او شمالي مقدونيا بېرغونه (ارشيف)

د اروپايي ټولنې مشرانو شمالي مقدونیا او البانیا له په دغه ټولنه کې د شاملیدو لپاره د خبرو اترو د پیل رسمي منظوري ورکړې ده.

تر دې وړاندې د مارچ پر ۲۴مه د اروپايي ټولنې وزیرانو د بلکان د دغه دوو وړو هیوادونو په اروپايي ټولنه کې د شریکیدو لپاره د پروسې د پیل کولو ویلي وو.

د رسمي خبرو اترو د پیل اعلان د مارچ پر۲۶مه وشو. تر دې وړاندې د شمالي مقدونیا او البانیا په اروپايي ټولنه کې د شاملیدو لړۍ د ناکامیو سره مخ شوې وه.

په دې اړه د نویو مذاکراتو د پیل نېټه لا نه ده ورکړل شوې او که چیرې پیل هم شي نو کومې پریکړې ته د رسیدو لپاره شاید په کلونو وخت ته اړتیا وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG