د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورونا وايرس: افغان حکومت ۱۰ زره بندیان خوشي کوي


افغان بندیان (ارشيف)
افغان بندیان (ارشيف)

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د هېواد په زندانونو کې د کورونا وايرس د خپرېدو د مخنیوي په خاطر د یو شمېر زندانیانو د خوشې کېدو فرمان صادر کړ.

د افغانستان لوی څارنوال نن [د مارچ پر ۲۶مه] په کابل کې په یوې خبری ناسته کې وویل، د دغه فرمان له مخې به د هېواد له زندانونو څخه ۱۰ زره بندیان خوشې شي.

لوی څارنوال فرید حمیدي زیاته کړه، "نن موږ د ازادۍ د سلب په ځایونو کې د کورونا وايرس د خپرېدو د مخنیوي په هدف، د اساسي قانون او نورو قوانینو په اساس د یو شمېر زندانیانو د خوشې کېدو په تړاو د لومړني فرمان د صادرېدو شاهدان یو."

لوی څارنوال وویل په دغه فرمان کې ترهګر او د ملي او نړیوال امنیت پر ضد مجرم زندانیان شامل نه‌ دي.

د افغانستان لوی څارنوال زیاته کړه، د ولسمشر د دغه فرمان له مخې د عدلي او قضايي ارګانونو له متخصصینو یوې کمېټې ته سپارښتنه شوې چې تر ۱۰ ورځو پورې په دې برخه کې څېړنې وکړي او له زندانونو څخه د خوشې کېدونکو زندانیانو کره لېسټونه چمتو کړي.

لوی څارنوال وویل، د دغه فرمان له مخې به په خوشې کېدونکو زندانیانو کې ښځې، ماشومان، ناروغان، د لوړ عمر کسان او هغوی چې د بند موده‌ یې تر پنځو کلونو لږ وي او همدا شان هغه زندانیان چې د جرم کچه‌ یې ټیټه وي، شامل دي.

په افغانستان کې د مارچ تر ۲۶مې په کورونا وايرس ۸۴ کسان اخته شوي چې درې ورڅخه مړه شوي هم دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG