د لاسرسي ځای

تازه خبر

عبدالولي خان پوهنتون انلاين زدکړې پيلوي


د انټرنېټ له له لارې زدکړې (ارشيف)
د انټرنېټ له له لارې زدکړې (ارشيف)

د خيبرپښتونخوا په مردان کې عبدالولي خان پوهنتون سر له ننه [د مارچ له ۲۶مې] د انټرنېټ له لارې د [انلاين] زدکړو لړۍ پيلوي.

د کورونا وايرس مخنيوي په لړ کې د پاکستان د نورو تعيلمي ادارو په شان عبدالولي خان پوهنتون هم تړل شوی دی.

د پوهنتون د داخلو د څانګې مشر عتيق الرحمن د مارچ پر ۲۵مه مشال راډیو ته وويل چې د زده کوونکيو اندېښنو ته يې په پام سره دا ګام پورته کړی دی. نوموړي وويل چې په سمسټر نظام کې يوه ورځ هم ارزښت لري نو ځکه غواړي چې د انلاين زده کړو له لارې د زده کوونکيو وخت ضایع نشي.

د مارچ پر ۲۴مه د پاکستان تعليم وزارت ماشومانو ته د زدکړو ورکولو لپاره د يوه تعليمي ټېليويژن چېنل جوړولو اعلان هم کړی و چې ښايي د اپريل په لومړۍ اونۍ کې کار پيل شي.

په پاکستان کې دا وخت د کورونا وايرس خپرېدو له کبله ټولې تعليمي ادارې بندې دي.

په خيبر پښتونخوا کې تر دې دمه [د مارچ ۲۶مې] په کورونا وايرس د اخته کسانو شمېر ۱۲۱ ته رسېدلې دی. بلخوا په ټول پاکستان کې د کورونا وهلو شمېر تر ۱۱۰۰ اوښتی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG