د لاسرسي ځای

تازه خبر

پامپيو پر ظریفه غفاري بريد غندلی دی


ظریفه غفاري د زړورې ښځې جایزې اخیستو پر مهال
ظریفه غفاري د زړورې ښځې جایزې اخیستو پر مهال

د امريکا بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو پر هغې افغان سياستوالې د بريد غندنه کړې چې د مارچ پر څلورمه يې په واشنګټن کې د امريکا له بهرنيو چارو وزارت څخه د زړه ورې ښځې جايزه تر لاسه کړه.

پامپيو د ميدان وردک ولايت د مرکز ميدان ښار پر ښاروالې ظريفه غفاري بريد يو ډارن عمل بللی دی.

نوموړي پرون [د مارچ پر ۲۴مه] پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي چې د افغانستان راتلونکی له هغو خلکو سره دی چې سوله او سياسي جوړجاړی غواړي، نه له هغو خلکو سره چې د تشدد او ترهې له لارې افغان مېرمنې ګواښي.

ظريفه غفاري رسنيوو ته ويلي چې هغه په کابل کې د مارچ پر ۲۲مې هغه وخت له بريده روغه رمټه وتلې چې نامعلومه وسله والو يې پر موټر ډزې وکړې او بيا وتښتېدل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG