د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورونا وايرس: امريکا او چين له افغانانو سره مرسته اعلان کړې


د چين ووهان ښار (ارشيف)
د چين ووهان ښار (ارشيف)

په کابل کې د امریکا سفارت ویلي چې د کورونا وايرس د مخنیوي لپاره به د افغانستان د حکومت زندانونو ته ماسکونه، د لاسونو پاکولو لپاره ځانګړې مایع او د پاکوالي نور توکي رسوي.

د امریکا سفارت دا خبره نن [د مارچ پر ۲۱مه] پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلې ده.

بلخوا په افغانستان کې د چین سفیر وان یو هم نن پر ټوېټر تايید کړه چې د کورونا وايرس خپرېدو د مخنیوي او له خلکو سره د مرستې وسایل به افغانستان ته ژر ورسوي.

اخوا د علي بابا په نوم د تجارتي کمپنۍ مشر جک ما نن سهار پر ټوېټر لیکلي چې افغانستان، بنګله دېش، منګولیا، کمبوډیا، مالدیف، میانمار، سریلانکا، پاکستان او لاوس ته به ۱۸ لکه ماسکونه، د کورونا وايرس د ټېسټ لپاره دوه لکه ۱۰ زره طبي بستې، ۳۶ زره ترمامیټرونه، د طبي کارکونکو لپاره د ځان ساتنې جامې او داسې نور ضروري توکي ورکړي.

په کابل کې د چین سفیر دا خبر تايید کړی خو نه یې دې ویلي چې د مرستې دا توکي به څه وخت افغانستان ته ورسېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG