د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا افغانستان ته د خپلو ځواکونو استول وځنډول


سکاټ مېلر
سکاټ مېلر

د امریکا پوځ د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د اقداماتو په ترڅ کې افغانستان ته د امریکايي سرتېرو استول ځنډولي دي.

په افغانستان کې د دېره نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر د کووید ۱۹ یا کورونا ویروس د مخنیوي په مقصد د اقداماتو په ترڅ کې افغانستان ته د امریکایي سرتېرو د استولو په بهیر کې ځنډ اعلان کړ.

جنرال مېلر پر ټویټر په یو بیان کې لیکلي، د هغو پوځیانو د خدمت موده به تمدید شي چې په افغانستان کې دي.

جنرال مېلر زیاتوي، شاوخوا یو نیم زر سرتېري او ملکي مامورین چې په دې وروستیو کې افغانستان ته رسېدلي، د کرونا ویروس د خپراوي د مخنیوي لپاره قرنطین کېږي.

دا اعلان داسې مهال کېږي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د موافقې له مخې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د شمېر د کمولو لړۍ پیل شوې ده.

قطر کې د طالب او امریکايي استازو ترمنځ د سولې د تړون د لاسلیک بهیر یو انځور.
قطر کې د طالب او امریکايي استازو ترمنځ د سولې د تړون د لاسلیک بهیر یو انځور.

ښاغلي مېلر لیکلي دي چې د امریکا پوځ د هغو سرتېرو د معاینې لپاره چې افغانستان ته لېږل کېږي یولړ مراحل پیل کړي او شاوخوا یو نیم زر سرتېری او ملکي پرسونل چې تېره اوونۍ د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو افغانستان ته لېږل شوي، اوس مهال په ځانګړو مرکزونو کې دېره دي.

د مېلر په وینا ډېری دا سرتېري یا نوي استخدام شوي کسان دي او یا هغوی چې له رخصتیو راستنېږي.

ښاغلی مېلر وايي، دا کسان په کرونا ویروس نه دي اخته شوي بلکې د خورا زیات احتیاط په خاطر قرنطین شوي دي.

په افغانستان کې د ناټو پخوانی سلاکار شفیق همدم هم وايي، په قرنطین کې د دې سرتېرو ساتل د امریکا د پوځ د وقایوي اقداماتو یوه برخه ده.

ښاغلي همدم تېر ماښام له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې په دې اړه زیاته کړه: "هر امریکايي سرتېری او قراردادي چې له هغو هېوادونو څخه چې د کرونا ویروس تهدید پکې وي ستنېږي، د ازموینو لپاره د یوڅه مودې په مخه قرنطین کېږي، دا سرتېري هم د کرونا له وېرې دلته قرنطین شوي، په دې سرتېرو کې تر اوسه د هېڅ کومې مثبتې پېښې راپور نه دی ورکړل شوی."

له دې مخکې د ناټو عمومي منشي ویلي و، چې د کرونا ویروس د خپراوي له اندېښنو سره سره، ناټو په افغانستان او د نړۍ په نورو برخو کې د پوځي ماموریتونو پرمخ بیولو ته چمتو ده.

یینس سټولټنبرګ چې پرون پنجشنبې د ناټو په مقر کې خبرې کولې ډاډ ورکړ چې تر دې دمه په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ د ماموریت هېڅ یو سرتېری هم په کرونا ویروس نه دی اخته شوی او ټینګار یې وکړ چې له افغانستانه د بهرنیو سرتېرو د وتلو پلان به د دوحې د موافقې له مخې پرمخ ولاړ شي.

د ناټو عمومي منشي یینس سټولټنبرګ
د ناټو عمومي منشي یینس سټولټنبرګ

جرمني هم د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دې هېواد په پوځ کې د کووید ۱۹ د مخنیوي لپاره به هغه سرتېري د ۱۴ ورځو لپاره په قرنطین کې وي چې افغانستان ته ځي یا ترې ستنېږي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG