د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان: د کورونا وړجنو شمېر ۲۴ ته ورسېد


هرات کې په کرونا ویروس اخته کسانو لپاره ځانګړی شوی روغتون
هرات کې په کرونا ویروس اخته کسانو لپاره ځانګړی شوی روغتون

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي، چې په دې هېواد کې د کرونا ویروس د دوو نویو پېښو په راتلو سره یې شمېر ۲۴ ته لوړ شوی.

د دې وزارت ویاند وحیدالله مایار رسنیو ته په یوه استولي پیغام کې ویلي، دواړه پېښې په هرات کې ثبت شوي دي.

مایار زیاتوي، ۳۰ نورې مشکوکې پېښې په لابراتوارونو کې د تر څېړنو لاندې دي چې وروسته به یې جزیات له رسنیو سره شریک شي.

هرات ۱۵، سمنګان ۳، لوګر ۲، بلخ، کاپیسا، دایکندي او بادغیس د کرونا ویروس یوه یوه مثبته پېښه لري.

د هرات روغتیايي چارواکي وایي په دغه ولایت کې په کرونا وایروس د خلکو د اخته کېدو پېښې ۱۵ ته رسېدلي دي.

د هرات د حوزوي روغتون د انتاني ناروغیو د څانګې مسوول محمد ابراهیم بسیم ازادۍ راډیو ته وویل، چې په کرونا ویروس په اخته کسانو کې ۲ ښځې هم شاملې دي.

د ښاغلي بسیم په خبره دا مهال ۴۷ کسان چې شک کېږي په دې وایروس به اخته وي، د ډاکټرانو تر جدي څار لاندې دي.

په هرات کې په کرونا لومړی اخته کس، تر یوې میاشتې درملنې وروسته روغ او پرون هرات له روغتونه رخصت کړای شو.

د دې ویروس د خپرېدو له اوازو سره جوخت په هرات کې تر ۱۹۰ زیات کسان چې شک کېده په دې وایروس به اخته وي د ډاکترانو له خوا په جدي ډول معاینه شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG