د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شام کې د جګړې لس کاله پوره شو


په شام کې د یو چاودنې عکس
په شام کې د یو چاودنې عکس

د شام دغه کورنۍ جګړه د ۲۰۱۵م کال مارچ په ۱۵ مه هغه مهال پیل شې وه چې د بشارالاسد د اوږدې واکمنۍ پر ضد خلک لارو کوڅو ته را ووتل او احتجاجي مظاهرې یې پیل کړې.

خو د شام حکومتي ځواکونو د مظاهرینو د مخنیوي لپاره د تشدد نه کار واخیسته او د احتجاجونو لړۍ په کورنۍ جګړه بدله شوه.

په دې جګړه کې د شام ولسمشر بشارلاسد ته د روس او ایران پوځي او سیاسي ملاتړ تر لاسه دی.

امریکا او غربي نړۍ د بشارالاسد د مخالیفینو ملاتړ کوي.

په دې جګړه کې تر اوسه له ۳۷۰۰۰۰ (درې لکهه اویا زره) زیات خلک وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو مشر انتونیو ګوتیرېش د شام د کورنۍ جګړې د کلیزې په مناسبت په ټویټر خپل پیغام کې ویلي د لسو کالو دې جګړې هیڅ ګټه ونکړه خو یواځې د خلکو بربادي او مصیبتونه یې رامنځ ته کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG