د پاکستان د لاهور ښار احتساب عدالت د جنګ ورځپاڼې او جيو ټېليويژن ګروپ مشر مير شکيل الرحمان د مارچ تر ۲۵مې په جسماني ريمانډ احتساب ادارې ته وسپاره.
د پاکستان د احتساب قامي ادارې (نېب) پرون (د مارچ پر ۱۲مه) وويل چې میرشکیل الرحمان يې د اداري فساد په تور نیولی دی.
پر نوموړي تور پوری کړل شوی چې ۳۴ کاله وړاندې يې د څمکې پېرېدلو په یوه معامله کې حکومت ته ټېکس نه و ورکړی.
پرون په لاهور کې تر نيولو وروسته مير شکيل الرحمان نن (د مارچ پر ۱۳مه) احتساب عدالت ته وړاندې کړل شو چې هغوی بيا د ۱۲ ورځو لپاره د نوموړي د جسماني ريمانډ منظوري ورکړه.
مير شکيل الرحمان په ځان لګېدلی تور رد کړی دی. بلخوا د جیو نیوز ډایرېکټر رانا جواد د نېب دا اقدام د صحافت پر ازادۍ برید بللی دی.