د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ملګرو ملتونو سرمنشي اشرف غني ته د بیا ولسمشر کېدو مبارکي ويلې


د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتېريش (ارشيف)
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتېريش (ارشيف)

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېريش د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ته د بیا ځلې ولسمشر کېدو مبارکي ورکړې ده.

ارګ نن (د مارچ پر ۱۳مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي لخوا ولسمشر غني ته په را استول شوي پیغام کې د افغانستان خلکو او حکومت ته د تلپاتې همکارۍ ډاډ ورکړل شوی دی.

خبرپاڼه زیاتوي، د ملګرو ملتونو سرمنشي هیله ښودلې چې په افغانستان کې به د سولې ته د رسېدو لپاره له جوړ شوي فرصت څخه ګټه واخیستل شي چې دا ډول په دې هېواد کې تلپاتې سولې او پرمختګ ته لاره برابره کړي. انتونیو ګوتېريش همدا ډول د سولې په بهیر کې د ښځو او ځوانانو له پراخ حضوره ملاتړ کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG