د لاسرسي ځای

تازه خبر

ايران: له کورونا د وژل شوو شمېر ۲۹۱ شو


په تهران کې يوه مېرمن د کورونا وایرس له وېرې ماسک پر مخ روانه ده
په تهران کې يوه مېرمن د کورونا وایرس له وېرې ماسک پر مخ روانه ده

ايران وايي کرونا وايرس نور ۵۴ کسان مړه کړي دي چې ورسره په دې هېواد کې د ياد وايرس له وجې د مړو شوو کسانو شمېره ۲۹۱ ته رسېدلې.

د ايران صحت وزارت وياند نن په خپله ټلي ويژني وينا کې ويلي دي په هېواد کې د کورونا کېسونه اته زره دوه څلوېښت ته رسېدلې دي. کرونا وايرس تر دې دمه په ټوله نړۍ کې څه باندې يو لک لس زره کسان متاثره کړي او څه لپاسه څلور زره يې مړه کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG