د لاسرسي ځای

تازه خبر

خبرونه

پاکستان: په کورونا وايرس اخته کسانو شمېر ۱۶ شو

په اسلام اباد کې يوې خبريالې د کورونا وايرس مخنيوي لپاره ماسک لګولی دی

په پاکستان کې د کرونا وایرس کيسونه شپاړسو ته رسېدلی دی بلخوا د دې وايرس د مخنوي په هدف بلوچستان حکومت بېړنی حالت اعلان کړی.

پرون په کوټه کې د بلوچستان د صحت څانګې مشر ډاکټر فهيم خان اپريدي خبريالانو ته وويل: کټ

بلوچستان چارواکي وايي چې له ايرانه ورستانه شوي، څلور زره خلک یې د کورونا وايرس په شک کې په ځانګړیو روغتيايي مرکزونو کې ساتلي دي.

د مارچ تر نهمې پورې په ټوله نړۍ کې يو لک او يوولس زره خلک په کورونا وایرس اخته شوي او ۳۹۹۰کسان د یاد وایر لوجې مړه شوي دي.

د نننۍ ورځې ټول خبرونه وګورئ

پاکستان: ۲۴ ساعتونو کې د کووېډ-۱۹ تر ۲،۰۰۰ زیاتې پېښې ثبت شوي

یو روغتیاپال د کورونا وایرس

په پاکستان کې په کورونا وايرس د اخته کسانو شمېر ۲۵۵،۷۶۹ ته رسېدلی دی.

د جولای پر ۱۵مع، د کووېډ-۱۹ ناروغۍ په اړه د حکومتي ووبپاڼې له وینا سره سم، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کورونا وایرس ۲،۱۶۵ مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې په پېښو کې د کمي ښکارندويي کوي.

په پاکستان کې له کووېډ-۱۹ ناروغۍ ۵،۳۸۶ کسان مړه شوي خو تر يو لاک ۷۲ زره زيات ورڅخه رغېدلي هم دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت په يو شمېر سيمو کې نرم ټولبند عملي کړی دی.

کورونا وایرس د ۲۰۱۹ز کال په ډېسېمبر مياشت کې د چين په ووهان ښار کې څرګند شو چې د روغتيا د نړيوال سازمان په وينا د نړۍ تقريباً ټولو هېوادونو ته خپور شوی دی.

د امریکا د جانز هاپکېنز پوهنتون له وینا سره سم، تر دې دمه په نړۍ کې تر يو کروړ ۳۴ لاکه ۶۲ زره زيات کسان په دې وايرس اخته شوي چې تر پېنځه لاکه ۸۱ زره زيات ورڅخه مړه شوي او شاوخوا ۷۸ لاکه بېرته جوړ شوي دي.

د ارمنیا او ازربایجان سرحدي نښتو کې ۱۱ پوځیان وژل شوي

د ازربایجان د دفاع وزارت له ویډیو اخیستی انځور د توغندي تر لګېدو وروسته اور او لوګی ښيي

د ارمنیا او ازربایجانیو ځواکونو ترمنځ په نښتو کې د دواړو خواوو ۱۱ سرتېري وژل شوي دي.

د جولای پر ۱۴مه، د سرحدي نښتو پر درېیمه ورځ د ازربایجان د یوه جنرال په ګډون اووه پوځیان وژل شوي.

په وژلیو کې د ارمنیا څلور سرتېري شامل دي.

هلته پر نړیوال کچ له یرېوان او باکو څخه د تاوتریخوالي درولو غوښتنې شوې دي.

په جګړه کې دواړو خواوو توپونه کارول شوي دي.

د جنوبي قفقاز دې ګاونډیو تر دې مخکې په ۱۹۹۰ز لسیزه کې هم له ازربایجانه د بېلې کړې ناګورنو قره باغ سیمې لانجې پر سر خونړۍ نښتې کړې دي.

خو د نښتو اوسنۍ سیمه له ناګورنو قره باغه خورا لیرې ده او دواړو خواوو پر یو بل د تاوتریخوالي د پیل تورونه پورې کړې دي.

تازه نښتې د جولای پر ۱۲مه پیل شوې چې پکې د دواړو خواوو لږ تر لږه ۱۶ کسان وژل شوي دي.

بلوچستان کې وسله وال برید درې پوځیان وژلي

پنجګور له کوټې څخه جنوب لوري ته پرته ضلع ده

د بلوچستان په پنجګور ضلع کې په يو وسله وال بريد کې د پاکستاني پوځ درې سرتېري وژل شوي او اته ژوبل دي.

د پوځ د عامه اړيکو څانګه (ای اېس پي ار) وايي، وسله والو د جولای ۱۴مې پر مازيګر د پنجګور په کاهان سيمه کې هغه وخت بريد وکړ چې کله پوځيانو په خپلو ګاډو کې ګزمه کوله.

بيان زياتوي چې د پېښې ټپيان د کوټي پوځي روغتون ته رسول شوي چې پکې د پېنځو حالت د اندېښنې وړ دی.

د برید ذمه واري چا نه ده منلې خو تر دې مخکې د دې ډول اکثره پېښو مسوولیت بلوڅ بېلتونپاله ډلو قبول کړی.

پنجګور د بلوچستان له مرکز کوټې څخه څه د پاسه ۵۰۰ کیلومیټره لیرې جنوب لوري ته پرته ضلع ده چې د مکران ډېوېژن برخه ده. د دې په جنوب کې د ګوادر ښار او بندر پروت دی.

پېښور های کورټ: د خبریال حیات الله مقدمې پلټنه دې وشي

د پېښور های کورټ

د پېښور های کورټ د خیبر پښتونخوا صوبايي او د پاکستان وفاقي حکومت ته یو ځل بیا امر کړی دی چې د شمالي وزیرستان د وژل شوي خبریال حیات الله د مقدمې په اړه دې د تحقیقاتي کمېشن رپورټ په ۲۰ ورځو کې په ډاګه کړي.

د پېښور های کورټ پر جسټس اشتیاق ابراهیم او جسټس ناصر محفوظ مشتملې دوه کسیزې جرګګۍ د جولای پر ۱۴مه د حیات الله د ورور له اړخه د داخل کړل شوي درخواست اورېدنه وکړه.

د وژل شوي خبریال د کورنۍ وکیل اډوکېټ طارق افغان مشال راډیو ته وویل چې عدالت تر دې وړاندې هم دا غوښتنه کړې وه خو رپورټ لا هم نه دی په ډاګه شوی.

حیات الله د ۲۰۰۵م کال د ډېسېمبر پر پنځمه له میرعلي تښتول شوی وو او بیا یې د ۲۰۰۶م کال د جون پر ۱۶مه یې په مرمیو ویشتل شوی مړی میندل شوی وو.

قامي اسمبلي: په پوهنتونونو کې دې قران په اردو ترجمه وښودل شي

د پاکستان پارلېمان ودانۍ

د پاکستان قومي اسمبلۍ هغه مسوده په یوه خوله منظوره کړې ده چې له مخې به یې د ملک په ټولو پوهنتونونو او د لوړو زده کړو ادارو کې قران مجید له اردو ترجمې سره ښودل کېږي.

د جولای پر ۱۳مه منظور شوي دې قرارداد کې ویل شوي چې د ایین له مخې د ملک رسمي نوم اسلام جمهوري پاکستان دی او په ملک کې به قران او سنت تر ټولو ستر قانون بلل کېږي.

په قرارداد کې ویل شوي چې د هم دې له کبله باید په ټولو پوهنتونو کې د قران مجید ښودلو لپاره مناسب اقدامات وشي.

د پارلېماني چارو وزیر علي محمد خان ویلي چې د اردو ترجمه به له زره کوونکو سره مرسته وکړي چې په قران مجید په سیمه توګه پوه شي.

د امریکا په کالیفورنیا کې بیا بندیزونه لګېدلي

د کيليفورنيا په يو دکان کې ګوډۍ ته ماسک اغوستل شوی

د امریکا کالیفورنیا ایالت د کورونا وایرس د لاخپرېدو مخنیوي لپاره بیا بندیزونه ولګول.

د امریکا دغه تر ټولو زیات نفوس لرونکی ایالت په دې وروستیو کې د کورونا وایرس د مثبتو پېښو او پر کویډ۱۹ ناروغۍ د ډېرو کسانو د بستري کېدو شاهد و.

په امریکا کې کورونا وایرس تر اوسه له ۱۳۵ زرو زیات کسان مړه کړي دي.

د کورونا وبا د امریکا په سویلي او لویدیځو ایالتونو کې چې په مې میاشت کې په کې بندیزونه لیرې شوي و، ډېره د خپرېدو په حال کې ده.

د کالیفورنیا والي ګاوین نیوسام نوي بندیزونه هغه هیلې مړاوي کوي چې په امریکا کې د اقتصاد پر بیاغوړېدو پورې تړلې دي.

رستورانونه، بارونه، سینماګانې او موزیمونه په دې ایالت کې بند شوي دي.

په امریکا کې په وروستیو پنځو ورځو کې د ورځې په متوسط ډول د کورونا ۶۲ زره نوې پېښې ثبت شوې دي.

د وروستیو شمېرو له مخې په ټوله نړۍ کې پر کورونا وایرس د اخته شویو کسانو شمېر له ۱۳ میلیونو او ۲۴۰ زره کسانو اوښتی او د مړیو شویو شمېر هم له ۵۷۵ زره کسانو اوښتی دی.

د امریکا او روس بهرنیو چارو وزیران پر افغان سوله غږيدلي

د عکس ښي لور ته پومپیو او چپ لور ته لاروف

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د جولای پر ۱۳مه له خپل روسي سیال سرګې لاروف سره د افغانستان پر حالاتو غږېدلی.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت په دې اړه په خپاره کړي بیان کې د دغو خبرو په اړه نور تفصیل نه دي ورکړي خو نوموړی وروسته له هغې له لاروف سره خبرې کوي چې په افغانستان کې طالبانو ته د روس پوځي استخباراتو له خوا د امریکایي سرتېرو د وژلو لپاره د انعام ورکولو پرسر په دې وروستیو اوونیو کې په امریکا کې بحثونه ډېر تاوده شوي دي.

د ټرمپ ادارې په دې اړه راپورونه کم اهمیته بللي او ویلي یې دي چې امریکایي استخباراتي ادارو دا نه دي تایید کړي چې روسیې دې ګنې طالبانو د امریکایي سرتېرو د وژلو په خاطر پیسې ورکړې وي.

روسیې هم دغه ادعاوې رد کړې دي.

د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیران داسې مهال د افغانستان پر وضعیت خبرې کوي چې په دې هېواد کې په دې وروستیو کې د طالبانو له خوا حملو بیا زور اخیستی.

د ایران پارلېمان یو غړی له کورونا وایرسه مړ شو

عیسا جعفري

د ایران سرکاري رسنيوو ترمخه د ایران پارليمان یو غړی د کورونا وایرس له کبله مړ شوی دی.

۵۹ کلن عیسا جعفري د ایراني پارلېمان درېم غړی دی چې د فرورۍ میاشتې راهیسې په دغه هېواد کې د کورونا وایرس له وجې مړ شوی دی. د نیم سرکاري اېجنسۍ اېسنا ترمخه د هغه مرګ تصدیق د جولای پر ۱۳ مه وشو.

تر دې وړاندې له تهرانه فاطمه رهبر او شمالي صوبې ګیلانه محمد علي رمیزاني د پارلېمان هغه غړي ول چې د کورونا له کبله مړه شوي دي.

د تېر اپرېل په میاشت کې د ایراني پارلېمان سپیکر علي لارېجاني هم پر کورونا وایرس اخته شوی وو. د جولای پر ۱۳مه د ایران صحت وزارت ویلي په دغه هېواد کې د کورونا وایرس ۲۵۹،۶۵۲ کېسونه رپوټ شوي دي او ۱۳،۰۳۲ کسان ترې مړه شوي دي.

ایران د نړۍ یو په هغو هېوادونو کې دی چې د کورونا وایرس له وجې زیات ځپل شوی دی.

داسې اندېښنې هم شته چې په دغه هېواد کې به د کورونا وایرس کره شمېرې لا زیاتې وي.

ملګري‌ملتونه: د کورونا وایرس له وجې قحطي راتللی شي

په تهران کې يوه مېرمن د اخیستې سودا سره

ملګرو ملتونو ویلي د کورونا وبا له وجې سږ کال په نړۍ کې د ۱۳۰ ملیونو څخه زیات خلک د قحط سره مخامخېدای شي.

د جولای پر ۱۳مه نېټه په خپل یو نوي راپور کې ملګرو ملتونو ویلي د تېر کال په نسبت سږ کال د هغو خلکو په شمېره کې ۱۰ ملیونه زیاتوالی شوی دی چې د خوراک د کمي او لوږې سره مخ دي.

دا راپور د ملګرو ملتونو پينځه ادارو جوړ کړی دی چې پکې ویل شوي دي د لومړنیو مالوماتو او نړیوال اقتصادي حالت ته په کتو سره سږ کال درې اتیا ملیونه نور اضافي خلک د خوراک له کمي سره مخامخیدای شي.

د ملګرو ملتونو ادارو په خپل راپور کې دا هم ویلي چې تېر کال نیږدې ۶۹۰ ملیونه خلک چې د نړۍ د ابادۍ نهه فیصده برخه جوړوي د خوراکي توکیو له کمي سره مخ شوي دي.

دا راپور په داسې وخت مخې ته راغلی چې د صحت نړیوالې ادارې (ډبلیو اېچ او) د جولای پر ۱۳ مه نېټه خبرداری ورکړی که چېرې هېوادونو د کورونا وبا خلاف سم ګامونه پورته نکړل نو په نيږدې راتلونکې کې عادي حالات پر ځای کېدل به ګرانه وي.

چین د واشنګټن د اقدام په غبرګون پر ځینو امریکايانو بندیزونه ولګول

په وروستیو کې د امریکا او چین ترمنځ تعلقات ترینګلي شوي دي

بیجنګ د امريکا له خوا پر چينايي چارواکو د ویزې د بندیزونو او شتمنیو کنګلولو په غبرګون پر يوې امريکايي ادارې، درې رېپبليکن سياستوالانو او یو سفیر ورته بندیزونه لګولي دي.

د چين بهرنيوو چارو وزارت د جولای پر ۱۳مه وویل، امريکا يې په داخلي چارو کې لاسوهنه کړې نو ځکه يې د چين لپاره د امريکا د کانګرس کمېشن، د امريکا د بهرنيوو چارو د مذهبي ازادۍ لپاره ځانګړی استازی سېم براون بېک، د رېپبليکن ګوند سېنيټران مارکو روبيو، ټېډ کروز او کرېس سمېت بنديزونه لګولي دي.

امريکا د جولای پر نهمه پر ځينو لوړپوړو چينايي چارواکو د ویزو بندیز ولګاوه او پر خپله خاوره یې د هغوی د شتمنیو د کنګلولو اعلان وکړ.

د دې بندیزونو وجه په چين کې د يوغور مسلمانانو په اړه د چين مبيينه متعصبه چلند او په هانګ کانګ کې د ملي امنیت د یوه نوي قانون له لارې د خلکو د حقونو سرغړونه ښوول شوې چې بیجنګ یې په خپلو کورنیو چارو کې مداخله بولي.

د کورونا وایرس جهاني وبا له وجې د امریکا او چین ترمنځ تعلقات ترینګلي شوي دي.

امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ په بیا بیا چین د وایرس خپراوي لپاره تورن کړی خو بیجنګ دا تور بې بنسټه بللی.

د کورونا وایرس لومړۍ پېښې د ۲۰۱۹ز کال په ډېسېمبر کې د چین په ووهان ښار کې ثبت شوې.

وایرس وروسته د نړۍ زیاتره برخو ته خپور شو.

کووېډ-۱۹ ناروغۍ امریکا تر ټولو زیاته خپلې ده.

پاکستان: د کورونا وایرس مثبتو پېښو شمېر تر دوه نیم لاکه لوړ شوی

اسلام اباد کې یو روغتیاپال د معاینې لپاره د یوه کس له پوزې مایع مواد اخلي

په پاکستان کې د کورونا وایرس له کبله د مړو شمېر ۵،۲۶۶ته رسېدلی دی.

د کورونا وایرس په اړه د پاکستان ځانګړې حکومتي ووبپاڼه وايي، د جولای تر ۱۳مې په ټول ملک کې په مجموعي توګه ۲۵۱،۶۲۵ تنه کورونا وایرس نیولي دي.

ووبپاڼه لیکي چې بل پلو په پاکستان کې تر اوسه له کووېډ-۱۹ ناروغۍ څخه تقریباً ۱۶۲،۰۰۰ تنه جوړ شوي هم دي.

په جون کې په پاکستان کې د کووېډ-۱۹ تر ټولو زیاتې پېښې ثبت شوې خو د جولای له پیل راهیسې د وړجنو ورځنی شمېر ښکته شوی.

شمالي وزیرستان کې په نښته کې څلور سرتېري وژل شوي

په شمالي وزیرستان کې په وسله واله نښته کې څلور امنیتي سرتېري او څلور وسله وال وژل شوي دي.

د سیمې یوه امنیتي چارواکي د جولای پر ۱۲مه د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل، دا پېښه د اتوار پر ورځ د وزیرستان په بویه کې شوې.

د ده په وینا، سرتېري د استخباراتي معلوماتو پر اساس د وسله والو پر ضد عملیاتو ته روان ول چې نښته وشوه.

وسله والو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

په وروستیو کې په شمالي وزیرستان کې د هدفي وژنو او پر امنیتي سرتېرو د حملو یو شمېر پېښې شوې دي.

د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴ز کال په نیمايي کې په شمالي وزیرستان کې د وسله والو ډلو پر وړاندې عملیات وکړل.

پوځ وايي، قبایلي سیمې یې له وسله والو ډلو پاکې کړې دي.

د انګور اډې محمد رحمان وايي، پولیس یې غږ نه اوري

د جنوبي وزیرستان د انګور اډې محمد رحمان وايي، پولیسو د هغه د کور نړونکو پرضد ایف ای ارج درجولو پر ځای د کورنۍ درې غړي یې نیولي دي.

نوموړي د جولای پر ۱۲مه مشال راډیو ته وویل چې په نیول شویو کې یې یو ورور او دوه تربوران دي.

دا له هغه وروسته ده چې د جنوبي وزیرستان په انګور اډه سیمه کې د ځليخېل وزیر قبایلو لښکر د جولای پر اتمه د محمد رحمان درې کورونه ړنګ کړي وو.

محمد رحمان مشال راډیو ته وویل چې دغه کورونه او مځکه يې د پلار نیکه قبضه ده خو د هغه په وینا، لښکر ترې د یو حکومتي ټرمینل لپاره اخېستل غوښت او دی منلو ته تیار نه وو.

خو د قبیلې مشران وايي محمد رحمان ورسره اول تړون کړی وو خو اوس یې نه مني.

پولیس د کسانو نیول تاییدوي او وايي چې دا یې له قانون سره سم نیولي دي.

د پولیسو مشر شوکت علي د جولای پر ۱۲مه مشال راډیو ته وویل، انتظامي چارواکي ورته لیکلي ول چې رحمان ونیسي ځکه چې د قانون سرغړونه یې کړې ده.

د جنوبي وزیرستان انتظامي مشر حمید الله خټک مشال راډیو ته وویل، حکومت له ټول قامه ځمکه اخیستې چې په انګور اډه کې د مال وړونکو ګاډو لپاره اډه جوړه کړي.

دی وايي، د سیمې اوسېدونکو په ګډه پرېکړه کړې وه او په حکومت یې ځمکه خرڅه کړې وه چې رحمان ورڅخه سرغړونه وکړه او جرګې یې کورونه ورړنګ کړل.

خټک زیاتوي چې رحمان دې له قامي جرګې سره خپله مسله حل کړي.

اوس ټرمپ هم ماسک استعمالوي

ټرمپ د جولای په ۱۱مه له یو پوځي روغتونه د ليدو پر مهال ماسک وتړلو.

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له کورونا وایرس څخه بچ کېدو لپاره په لومړي ځل ماسک کارولی دی.

هغه دا کار د جولای په ۱۱مه له یو پوځي روغتونه د ليدو پر مهال وکړ.

پر نوموړي تنقید شوی چې د کورونا وایرس د خپرېدو د خطر باوجود په رسمي غونډو او ملاقاتونو کې ماسک نه اغوندي. خو نوموړي د جولای پر ۱۱مه وويل، هېڅکله د ماسک خلاف نه وو خو په وینا يې هر شی بايد په خپل ځای او وخت کې وشي.

دا په داسې حال کې ده چې د کورونا وایرس په اړه شمېرې خپرونکي امريکايي پوهنتون جانز هاپکينز ليکلي چې په امريکا کې د جولای تر ۱۲مې پورې د کورونا وایرس وهلو کسانو شمېر درې اعشاريه دوه ميليونه دی. د معلوماتو له مخې له دغې شمېرې نه نږدې یو میلیون خلک رغېدلي خو له ۱۳۴ زره نه زیات کسان یې وژلي دي.

همدې پوهنتون ويلي چې د جولای تر ۱۲مې پورې په ټوله نړۍ کې په کورونا وایرس د اخته کسانو شمېر ۱۲ اعشاريه شپږ ميليونو ته رسېدلی دی. همداراز پنځه لکه ۶۴ زره نه زیات کسان له دې وايرسه مړه شوي خو شپږاعشاريه نهه ميليونه ترې رغيدلي دي.

امیتاب بچن او د هغه زوی ابېشېک بچن هم پر کورونا اخته شوي

امیتاب بچن او د هغه زوی ابېشېک بچن

د هندي فلمونو مشهور اداکار اميتاب بچن او د هغه زوی ابېشېک بچن په کورونا وایرس اخته شوي دي.

۷۷ کلن اميتاب بچن د جولای په ۱۱مه پر ټويټر پاڼه ليکلي چې هغه په روغتون کې داخل کړل شوی دی.

نوموړي په څه باندې ۲۰۰ فلمونو کې رول لوبولی او د هندوستان په سینما یا بالیووډ کې یې د فعالیت شا و خوا ۵۰ کلونه کېږي.

د هغه زوی ابیشېک بچن هم په خپل ټویټر کې لیکلي، چې د هغه د کرونا ټېسټ هم مثبت ختلی دی.

هند تر امريکې او برازيل وروسته د نړۍ درېيم نمبر هغه هېواد دی چې د کورونا وایرس ځپلو شمېر پکې دا مهال تر ټولو ډېر دی.

د هند د روغتیا وزارت د ویب سايټ ترمخه د جولای تر ۱۲مې پورې پر دې وايرس د اخته کسانو شمېر اته لکه او ۲۰ زره دی، له دې جملې نه ۲۲۱۲۳ کسان مړه خو پنځه لکه، ۱۵ زره او درې سوه پينځه اتيا ترې بېرته جوړ شوي دي.

روس او چین شام ته د بشري مرستو رسولو قرارداد مخه ونیوله

د شام له راس العین ښار سره یوه ښځه ولاړ ده. په اکتوبر کې ترکیو الوتکو په سیمه بمباري وکړه. (ارشیف)

د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل کې د جولای پر۱۰مه شام ته د بشري مرستو د رسولو په اړه قرارداد منظور نه شو.

د جولای پر ۱۰مه دغه قرارداد ویټو کړ.

دا دویم ځل و چې بیجنګ او ماسکو د ترکیې په دوه لارو شام ته د مرستو رسولو په اړه قرارداد ویټو کولو سره درولو.

د سلامتي کونسل ۱۵ غړیو په هیوادونو کې ۱۳ هغو یې د جرمني او بلجیم لخوا تیارې شوې مسودې په حمایت کې رایې ورکړې خو چین او روس یې په مخالفت کې ووټ ورکړ.

د دې په مقابل کې د ماسکو لخوا تیاره شوی مسوده وه چې دریو هیوادونو یې په ملاتړ کې رایې ورکړې.

په مسوده کې د مرستو لپاره لاره یوې ته راکمه شوې وه.

ملګرو ملتونو او یوې بلې غیر حکومتي ادارې اکسفیم ویلي، د مرستو په نه رسېدو سره به د شام په میلینونو کورنۍ متاثره شي.

طالبان وايي، ۱۷ افغان سرتېري یې خوشي کړي دي

طالبان وایي، د جولای پر ۱۱مه په غور کې له خپل زندانه یې ۱۷ افغان سرتېري خوشې کړي. (ارشیف)

طالبان وایي، د جولای پر ۱۱مه یې د افغانستان په غور ولایت کې له خپل زندانه ۱۷ پولیس او پوځیان خوشي کړل.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل، دغو کسانو ته یې د سفر لګښت ورکړی او خپلو کورنیو ته لېږل شوي دي.

شاهین مشال راډیو ته وویل، دوی تراوسه د افغان حکومت ۷۶۹ زندانیان خوشې کړي دي، خو افغان چارواکي بیا دا شمېر نه مني او وایي، د طالبانو له خوا څه باندې ۵۰۰ زندانیان ازاد شوي دي.

افغان حکومت هم له خپله اړخه د طالبانو څه باندې ۴۰۰۰ زندانیان پریښي، خو دې وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شول چې د طالبانو شاوخوا ۵۰۰ زندانیان چې حق العبدي قضیې لري ممکن خوشې نه شي.

حکومتي سرچینو مشال راډیو ته وویل، له طالبانو یې غوښتي چې د دغو کسانو پر ځای به یې نور زندانیان خوشې کړي او طالبانو دا لېست هم ور سپارلی، خو سهیل شاهین وایي، دوی کوم نوی لېست حکومت ته نه دی ورکړی.

ټرمپ په نیو هیمپشر کې د ولسمشرۍ انتخاباتي کمپاین ځنډولی

ټرمپ په نیو هیمپشر کې د ولسمشرۍ انتخاباتي کمپاین د نه کولو پرېکړه کړی. (ارشیف)

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جولای پر ۱۱مه په نیو هیمپشر ریاست کې د ولسمشرۍ انتخاباتي کمپاین جلسې د نه کولو پرېکړه کړی.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا د کورونا وایرس کېسونو زیاتېدو په صورتحال کې پر وبا د کنټرول حاصلولو هڅې کوي.

چارواکو وویل، د یوې یا دوه اوونیو لپاره د کمپاین جلسې د ځنډولو فیصله د کورونا وایرس له کبله نه ده شوې بلکې لامل یې یو راتلونکې طوفان دی.

ولسمشر ټرمپ په نومبر کې د صدراتي انتخاباتو مخکې درې اوونۍ وړاندې د اوکلاهوما ریاست په ټلسه ښار کې جلسه وکړه.

د جلسې زیاترو ګډونوالو د ماسکونو اچولو او خلکو ترمنځ د سماجي فاصلې اصول له پامه غورځولي وو.

په ښار کې د جلسې دوه درې اوونۍ پس د کورونا وایرس کېسونه زیات شول.

د امریکا جانز هاپکنز پوهنتون له شمېر سره سم په دغه هیواد کې د جولای پر ۱۰مه د کورونا وایرس کېسونو کې له ۶۳۰۰۰ زیاتوالي سره د وایرس کېسونو مجموعي شمېر درې اشارعیه یو میلیون ته ورسېد.

په دغه هیواد کې له وایرسه ۱۳۴۰۹۷ کسان مړه شوي خو تر نهه لکه ۳۸ زره زیات کسان ترې بېرته رغېدلي هم دي.

د خيبر پښتونخوا د اطلاعاتو سلاکار اجمل وزير له دندې ګوښه کړل شو

اجمل وزير

د اطلاعاتو او عامه اړیکو لپاره د خيبر پښتونخوا د اعلا وزير سلاکار اجمل وزير له دندې لرې کړل شوی دی.

د خيبر پښتونخوا د چيف سکټري له دفتره د جولايي پر ۱۱مه، اعلامیه کې ويل شوي چې اجمل وزير د اعلا وزير د اطلاعاتو سلا کار له دندې نه په سمدستي توګه لېري کړل شوی. خو په هغه نوټيفکشن کې د اجمل وزير لېرې کولو وجوهات نه دي ښودل شوي.

په اعلامیه کې راغلي چې د خیبر پښتونخوا د بلدیاتو، انتخاباتو او کلیوال پرمختګ سلاکار کامران بنګش ته د اطلاعاتو د سلار اضافي دنده سپارل شوې ده.

له دې وروسته نن د حکومت په یوه بله اعلامیه کې ویل شوي چې د یو اډیو برسېره کېدو پس اجمل وزیر له دندې لېرې کړل شوی په کومه کې چې پر وزیر تور پورې شوی چې له چا کمېشن یا رشوت غواړي.

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر محمود خان د اډیو د پلټنې امر کړی.

اجمل وزیر د روان کال په مارچ میاشت کې د اعلی وزیر د اطلاعاتو سلاکار ټاکل شوی و.

په نړۍ کې د کورونا وایرس پېښې پر زیاتېدو دي: ډبلیو اېچ او

د نړۍ په کچه د کورونا وایرس پېښې په زیاتېدو دي.(ارشیف)

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) د جولای پر ۱۰مه د نړۍ په کچه د کورونا وایرس د یو وار بیا زیاتیدو راپور ورکړ چې له مخې یې په امریکا، هند او جنوبي افریقا کې زیات خلک پرې اخته شوي دي.

یاد سازمان وايي، په تېرو شپږو اوونیو کې د نړۍ په کچه د کوویډ ـ ۱۹ پېښې یو په دوه زیاتې شوې او هره ورځ په اوسط ډول د ۲۲۸ زرو نه د زیاتو کسانو په بیمارېدو ټوله شمېره ۱۲ اعشاریه درې میلیونو ته پورته شوې ده.

همدا رنګه نېږدې پنځه لکه ۵۷ زره کسانو مړینه ثبت شوې ده.

هلته په امریکا کې د واشنګټن پوهنتون یوې نمونیې وړاندوینې کې ویل شوي، په عام محضر کې د ماسکونو استعمال د کورونا وایرس یو بل ته د لګېدو پېښې اتیا په سلو کې او د کویډ ـ ۱۹ ناروغۍ د مړینې کچه ۶۰ په سلو کې کمولای شي.

د جانز هاپکېنز د جولای پر ۱۱مې تازه شمېرې ښايي چې په ټوله نړۍ کې پر کورونا وایرس د اخته شویو کسانو شمېر ۱۲.۵ میلیونو ته نېږدې شوی دی.

کورونا تر ټولو زیات کسان په امریکا، برازیل، هند او روسیه کې وهلي دي.

د جانز هاپکېنز د معلوماتو له مخې تر دې مهاله کویډ ۱۹ ناروغۍ په نړۍ کې نېږدې پنځه لکه او ۶۰ زره کسان وژلي خو څه کم اووه میلیونه ترې بیرته ښه شوي هم دي.

کورونا وایرس د ۲۰۱۹م کال په ډېسېمبر مياشت کې د چين په ووهان ښار کې راڅرګند شو چې د روغتيا د نړيوال سازمان په وينا د نړۍ تقريباً ټولو هېوادونو ته خپور شوی دی.

انګور اډه د تجارت لپاره پرانیستل شوه

د افغانستان او پاکستان ترمنځ تجارتي لاره انګور اډه د جولای پر ۱۰مه بيا پرانيستل شوه

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د انګور اډې سرحدي لاره د جولای پر۱۰مه د دوه اړخیزې سوداګرۍ او خلکو د تګ راتګ لپاره خلاصه شوه.

د جنوبي وزیرستان مرستیال کمشنر حمیدالله خټک د لارې خلاصېدو په اړه مشال راډیو ته وویل چې دغه لاره د جولای پر ۱۰مه د سیمې اوسېدونکو غوښتنو په رڼا کې خلاصه شوه چې د کورونا وایرس پر ټولو احتیاطي لارښوونو یا ایس او پیز باندې به پوره عمل کېږي.

د سیمې تاجرانو د لارې خلاصېدو د پریکړې هر کلی کړی دی.

دوی وايي، له شاو خوا څلورو میاشتو راهیسې د لارې تړل کېدو له امله یې کاروبار اغېزمن شوی و.

د پاکستان حکومت د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره د روان کال (۲۰۲۰م) په مارچ مياشت کې له افغانستان سره سرحدي لارې وتړلې خو وروسته په اپرېل او مې میاشت کې پر ځینو لارو باندې نرمي اعلان شوه.

پاکستان له افغانستان سره یو شمېر تجارتي لارې لري چې تورخم، چمن، غلام خان، انګور اډه او خرلاڅو یې مهمې بلل کېږي.

د افغانستان ولسي جرګې ۲۰ غړي په کورونا اخته شوي

د افغانستان ولسي جرګه

افغان چارواکو د جولای پر ۱۰مه وویل چې د هغه هیواد د ولسي جرګې۲۰ غړي پر کورونا وایرس اخته شوي دي.

د دغې جرګې غړې نیلوفر جلالي کوفي د جولايي پر لسمه مشال راډیو ته وویل، له تېرو ۱۸ ورځو راهیسې 'کوویډ-۱۹' ناروغۍ اخته شوې او لاهم نښې نښانې لري.

د جرګې بله غړې شینکۍ کړوخیل بیا وايي چې اکثره وکیلان د کورونا وایرس له ویرې مجلس ته نه حاضري.

د ولسي جرګې لومړی مرستیال میرزا محمد کټوازی وايي چې د جرګې له ۱۵ تر شلو پوري غړي په کورونا وایرس اخته دي.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې تر راتلونکو څو ورځو پورې حکومت د باور رایې اخیستلو لپاره نوماند وزیران ولسي جرګې ته معرفي کړي خو د وکیلانو د ناروغۍ او غیر حاضرۍ له وجې یې نصاب یا کورم نه پوره کېږي.

تهران کې د چاودنې غږ اورېدل شوی، خو چارواکي یې ردوي

د جولای پر ۱۰مه، د تهران په لویدیځ کې د چاودنې غږ اورېدل شوی خو ایراني چارواکي یې ردوي.

دولتي ټېلېوېژن (ایرېب) او نیمه دولتي مهر خبري اژانس د ټولنیزو شبکو په حواله د چاودنې خبر ورکړی وو.

ایرېب ویلي چې تهران ته نېږدې په وړوکي ښار قدس کې تر چاودنې وروسته برېښنا بنده شوه.

خو ټېلېوېژن په دې اړه نور هېڅ معلومات ورنکړل.

د قدس ولسوالې لیلا واثقي د چاودنې په اړه خبرونه "ګونګوسې" وبللې او وايي، امنیتي چارواکو چاودنه نه ده تایید کړې.

نوموړې ومنله چې په سیمه کې بجلي قطع شوه خو زیاتوي چې تر پېنځو دقیقو وروسته برېښنا بحال شوه.

تر دې شاوخو ۱۰ ورځې مخکې د تهران په سینا اطهر روغتون کې په چاودنه کې شاوخوا ۲۰ کسان وژل شوي ول او تر هغې وروسته د نطنز په اټومي تاسیسیاتو کې هم چاودنه شوې وه خو ایرانیو چارواکو یې په اړه تفصیل نه وو ورکړی.

بغلان کې د پرېوتې الوتکې امریکايي پیلوټ روغ دی: چارواکي

چارواکي وايي الوتکه په بغلان ولایت کې پرېوتې

په افغانستان کې مېشت امریکايي پوځ ویلي، د هوايي ځواک یو پېلوټ د جولای پر نهمه د الوتکې تر پرېوتو ورڅخه روغ وتلی وو.

پوځ د جولای پر ۱۰مه په یوه بیان کې ویلي، د افغان هوايي ځواک اې-۲۹ سوپرټوکانو الوتکې د پرېوتو لامل په اړه پلټنې کوي خو لومړنۍ موندنې ښيي چې په الوتکه کې تخنیکي ستونزه پیدا شوې وه.

د سیمه ییزو چارواکو په خبره، الوتکه د جولای پر نهمه غرمې مهال د بغلان په دوشي ولایت کې پرېوته او پېلوټ یې په پیراشوټ کې ځمکې ته کوز شوی وو چې بګرام هوايي اډې ته استول شوی دی.

د افغانستان د دفاع وزارت هم د جولای ۱۰مې پر سهار په بیان کې ویلي چې الوتکه د روزنیز پرواز پر مهال پرېوتې او پيلوټ یې روغ دی.

د پېښې پر مهال د دوشي په شاوخوا کې د افغان پوځیانو او طالبانو ترمنځ جګړه هم روانه وه.

چین امریکايي بندیزونه په کورنیو چارو کې مداخله بللې

امریکا د چین پر لوړ پوړو چارواکي بندیزونه لګوي

د چین حکومت ویلي، پر لوړ پوړو چارواکو یې امریکايي بندیزونه په کورنیو چارو کې لاسوهنه ده.

دا په داسې حال کې ده چې واشنګټن د چین په سینکیانګ کې د بشري حقونو سرغړونو په تور پر لوړ پوړو چینايي چارواکو بندیزونه لګولي دي.

د چین بهرنیو چارو د وزارت ویاند لیژیان ژاو د جولای پر نهمه خبریالانو ته ویلي دا بندیزونه به دوه اړخیزه اړیکې ډېرې اغېزمنې کړي.

د چین او امریکا ترمنځ اړیکې د کورونا وایرس وبا او په هانګ کانګ کې د چین د ملي امنیت د لانجمن قانون نفاذ پر سر خرابې شوي دي.

د امریکا خزانې وزارت د جولای پر نهمه په یوه بیان کې وویل چې پر درېو چینايي چارواکو يې امریکا ته پر ورتګ بندیز لګولی او په امریکا کې یې د هغوی شتمنۍ کنګل کړې دي.

په دوی کې په سینکیانګ کې د کمیونسټ ګوند مشر هم شامل دی.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو هم په هانګ کانګ کې د بشري حقونو او جمهوریت خرابېدونکې وضعې له کبله د چین پر وړاندې د ګامونو پورته کولو اعلان کړی دی.

نور پورته کړئ

ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG