د لاسرسي ځای

تازه خبر

څېړنه: امریکا په تېرو ۵ کلونو کې د نړۍ تر ټولو زیاته وسله خرڅه کړې


امریکايي ولسمشر د سعودي عرب له وليعهد سره د وسلو د سودا چارټ خبریالانو ته ښيي (۲۰۱۸ز، مارچ)
امریکايي ولسمشر د سعودي عرب له وليعهد سره د وسلو د سودا چارټ خبریالانو ته ښيي (۲۰۱۸ز، مارچ)

سويډن مېشه څېړنيزه اداره وايي، په تېرو پېنځو کلونو کې امريکا د نړۍ تر ۳۳ فيصده زياته وسله خرڅه کړې ده.

سټاکهولم انټرنېشنل پيس ریسرچ اسنټيټيوټ ( سيپري) د مارچ پر نهمه په رپورټ کې ويلي، د ۲۰۱۰ز او ۲۰۱۴ز پرتله د ۲۰۱۵ز او ۲۰۱۹ز کلونو په موده کې په نړيواله کچه د وسلو مجموعي سوداګرۍ شپږ فیصده زياته شوې ده.

په دې وروستۍ موده کې د امريکا د وسلې برامدات ۲۳ فيصده لوړ شوي چې ورسره په نړيوال کاروبار کې د هغه هېواد مجموعي برخه ۳۶ فيصده زياته شوې ده.

روسيه له ۲۱ فيصده سره د نړۍ دويم وسله برامدونکی هېواد دی خو د ۲۰۱۰-۲۰۱۴ز مودې پرتله یې برامدات ۱۸ سلنه کم شوي.

د زياتې وسلې د خرڅلاو په حساب فرانسه د نړۍ درېیم، جرمني څلورم او چين پېنځم هېواد دی.

سعودي عرب د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۹ز کلونو ترمنځ د نړۍ هغه هېواد وو چې تر ټولو زياته وسله یې اخیستې ده چې دا د وسلو د نړيوال کاروبار ۱۲ فيصده برخه جوړوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG