د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه چمن کې چاودنې اته تنه ټپي کړي دي
ځايي چارواکي وايي چې دا چاودنه د اووم مارچ په ماښام د چمن پر تاج سړک د لیویزو دفتر ته نژدې شوې ده.
د دوي په وینا په موټر سایکل کې د اېښودل شوو بارودي موادو په وسیله شوې دې چاودنې هدف ښايي د لیویزو د رسالدار میجر موټر وو.
په چاودنه کې د لیویز رسالدار میجر نصیب الله اڅکزي په ګډون اته کسانټپي شوي دي.
د بلوچستان د حکومت ویاند لیاقت شاهواني مشال راډیو ته ویلي چې وزیراعلی جام کمال امر کړی دی چې په پېښه کې ککړ کسان دې ونیول شي.
لیاقت شاهواني وویل چې د صحت محکمې ته امر شوی دی چې په چاودنه کې د ټپي شوو کسانو د درملنې لپاره دې ګامونه پورته کړي.