د لاسرسي ځای

تازه خبر

خبرونه

ایران د غني اورانیمو زېرمه زیاته کړې

د ایران اټومي بټۍ یوه برخه.

د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ اداره وايي، ايران د خپلو غني کړیو اورانيمو زیرمې نېږدې درې چنده زياتې کړې دي چې دا په ۲۰۱۵ز کال د تهران او د نړۍ د شپږو ځواکمنو هېوادونو ترمنځ د اټومي تړون سرغړونه ده.

د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې د مارچ پر درېیمه ویلي داسې ښکاري چې ايران درې نااعلان شوي اټومي ځایونه لري چې په اړه یې له تهرانه سپیناوی غواړي.

ايران په ۲۰۱۵ز کال کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پېنځو دایمي غړو، جرمني او اروپايي ټولنې سره اټومي تړون لاسلیک کړ خو امريکا ورڅخه په ٢٠١٨ز کال کې ووته او پر ايران يې نوي بندیزونه ولګول او د هغو کمپنیو خلاف هم کارروایي کوي چې له تهران سره کاروباري اړیکي پالي.

ایران ویلي، نور پر موافقې د عمل پابند نه دي او په پړاوونو کې ورباندې له عمله په شا شوی دی.

د ۲۰۱۵ز کال له موافقې سره سم، ایران به د نړیوالو بندیزونو نرمېدو په بدل کې اټومي فعالیت محدوداوه.

د نننۍ ورځې ټول خبرونه وګورئ

افغانستان کې د ځواکونو کمولو ترڅنګ ناټو ماموریت دوام کوي:ستولتنبرګ

د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ

د ناټو جنرل سېکرېټري وايي، سره له دې چې ناټو په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د کمولو پرېکړه کړې، خو د دې تړون ماموریت به دوام وکړي.

ینس ستولتنبرګ د نومبر پر ۲۳مه د ناټو په ۶۶ کالنۍ پارلېماني غونډه کې وویل، د ناټو هېڅ اتحادي هېواد دا خطر منلی نه شي چې افغانستان دې د بېلابېلو هیوادونو لپاره په خطر بدل شي.

نوموړي زياته کړه چې امریکا اعلان کړی چې په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر کموي خو د ناټو ماموریت به دوام کوي.

د ده په وينا، دوی به افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ جاري وساتي.

ستولتنبرګ وویل، په افغانستان کې د دې تړون د موجودګۍ د راتلونکې په اړه به د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې چې ټاکل شوې ده د راتلونکي کال په فبرورۍ کې جوړه شي، پرېکړه وشي.

د امریکا د دفاع سرپرست وزیر کریسټوفر میلر تېره اوونۍ وویل چې د ولسمشر دونالډ ټرمپ په امر به په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر د جنورۍ تر نیمايي پورې ۲۵۰۰ ته راکم کړي.

شمالي وزیرستان کې د څلورو وسله والو د وژلو ادعا

د پاکستان پوځ وايي په شمالي وزیرستان کې یې د نومبر پر ۲۲مه نېټه د خپلو عملیاتو پر مهال څلور وسله وال وژلي دي.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو څانګې (ای اېس پي آر) بیګا په خپل بیان کې ویلي چې د شمالي وزیرستان په سپین وام کې یې د خفیه معلوماتو په اساس د نومبر پر ۲۲مه نېټه په ځانګړیو عملیاتو کې یو عسکر وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي هم دي.

پوځ د وژل شویو څلورو واړو وسله والو لاشونه په ولکه کې اخیستي او تصویرونه یې له رسنیو سره شریک کړي دي.

وسله والو لا هم په دې اړه څه نه ي ویلي.

د پوځ د بیان ترمخه په سیمه کې یې د لټون عملیات هم پیل کړي دي.

د پوځ یو چارواکي بیګا د نوم نه څرګندولو په شرط مشال رېډیو ته وویل چې په شمالي وزیرستان کې پوځ په تیر یو کال کې د خفیه معلوماتو په اساس په ځانګړو عملیاتو کې ۹۵ وسله وال وژلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په شمالي وزیرستان کې وخت په وخت هدفي وژنې، بمي بریدونه او د وسله والو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې کېږي او خلکو یې پرضد احتجاجونه هم کړي دي.

 کورونا وبا: پاکستان حکومت تر یوې میاشتې ټولې تعلیمي ادارې تړي

د اسلام اباد یو ښوونځی

د پاکستان وفاقي حکومت د کورونا وایرس وبا د دوهمې څپې مخنیوي په موخه په ټول هېواد کې د نومبر له ۲۶ مې د ډیسېمبر تر۲۵مې د سکولونو په ګدون د ټولو تعلیمي ادارو د بندولو پرېکړه کړې ده.

د نومبر پر ۲۳مه په اسلام آباد کې د تعلیم وفاقي وزیرشفقت محمود او د څلور واړو صوبو د تعلیم وزیرانو په غونډه کې دا پرېکړه وشوه.

بلخوا د شخصي سکولونو مالکانو اتحادیې ویلي چې دوی ته د سکولونو بندولو حکومتي پرېکړه د منلو نه ده. د دوی په وینا لا تراوسه ماشومانو ته د نصاب ښوونه نه ده پوره شوې او له دې امله دوی او استادان له مالي ستونزو سره مخامخېږي.

خلیلزاد د افغانستان-پاکستان اړیکو مثبت پرمختګ ته هرکلی ویلی

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد

زلمی خلیلزاد وايي، که د افغانستان او پاکستان ترمنځ هوکړه‌لیک عملي شي په سیمه کې به د سولې او پرمختګ زمینه برابره کړي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي خلیلزاد دا خبره بېګا پر خپل ټویټر لیکلې ده.

هغه ویلي چې د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې د مثبت پرمختګ او هم د هغې پاکستانۍ ژمنې هرکلی کوي چې په افغانستان کې به د تاوتریخوالي د کمولو او د اوربند راوستو لپاره کار کوي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ ګډ هوکړه‌لیک کابل ته د پاکستاني وزیر اعظم عمران خان د سفر پر مهال لاسلیک شو.

د دغه هوکړه‌لیک په اساس د افغانستان او پاکستان حکومتونو ژمنه کړې چې د سولې او امنیت، اقتصادي پراختیا، هېواد ته د افغان کډوالو د ستنېدو او ګډو همکاریو ته به دوام ورکړي.

"خیبرپښتونخوا کې دې د تیزاب پاشلو مخنیوي لپاره  قانوني مسوده ژر تر ژره منظوره شي"

له تیزابو اغیزمنه کسانو د درملنې لپاره د ادارې ایسډ سروایور فاونډیشن پاکستان مشرې ویلري خان مشال راډيو ته وويل چې بايد دا قانوني مسوده ژر تر ژره منظور کړل شي.

په خیبرپښتونخوا کې د بشري حقونو مبارزان او ځینې سیاستوالان وايي، حکومت دې د تیزاب پاشلو پېښو مخنیوي لپاره وړاندې شوې قانوني مسوده ژر تر ژره منظوره کړي.

په صوبايي اسمبلي کې د پیپلز ګوند غړې نګهت اورکزۍ د نومبر پر ۲۱مه مشال راډیو ته وویل چې د تيزاب شیندلو د پيښو مخنیوي لپاره یې د - ایسډ اینډ برن کرایم ایکټ ۲۰۲۰ - په نامه یو مسوده وړاندې کړې ده.

د دې په وینا، په دې مسوده کې مجرم ته د اوو کالو د قید سزا ورکولو، جرمانې، د حکومت لخوا د متاثره تن درملنې لپاره د مالي مرستو او د دې کار لپاره د صوبايي کمیشن غوښتنه شوې ده.

له تیزابو اغیزمنه کسانو د درملنې لپاره د ادارې ایسډ سروایور فاونډیشن پاکستان مشرې ویلري خان مشال راډيو ته وويل چې بايد دا قانوني مسوده ژر تر ژره منظور کړل شي.

د ښځو د حقونو لپاره د کارکونکې ادارې عورت فاونډیشن یو غړی عاصم ملک وايي چې په هېواد کې قوانین موجود دي خو په سمه توګه عملي کولو ته اړتیا ده.

ایسډ سروایور فاونډیشن پاکستان په یو راپور کې ویلي چې په ملک کې په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷م کې د تیزاب شیندلو ۷۱ پېښې ثبت شوې وې خو په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹م کالونو کې بیا دا ډول ۶۲ پېښې مخې ته راغلي دي.

د امریکا یو وفاقي جج د ولسمشر ټرمپ د انتخاباتي کمپاین ډلې مقدمه ختمه کړه

د پینسلوینیا ریاست چارواکي اوس کولی شي چې د انتخاباتو د نتیجو تصدیق وکړي.

د امریکا د پينسلوینیا ریاست یو وفاقي جج د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د انتخاباتي کمپاین د ډلې لخوا جمع کړل شوې هغه مقدمه ختمه کړې چې پکې په ډاک د استول شویو ملینونو رایو د تصدیق د مخنیوي غوښتنه شوې وه.

عدالت دا پرېکړه د نومبر پر ۲۱ مه د ولسمشر ټرمپ د هغو هڅو لپاره ورستۍ ضربه وه چې پکې نوموړی د یو شمېر مقدمو او بې مثاله طریقو په ترڅ کې د انتخاباتو نتیجې په بل مخ اړول غواړي.

د امریکا ضلعي جج مېتهیوبران په خپله فېصله کې لیکلي چې د ټرمپ انتخاباتي ډلې په دې مقدمه کې داسې اوږده دلایل ورکړي وو چې په قانوني معیار برابر نه وو او تورونه یې د بې ثبوته ګنګوسو په اساس وو.

نوموړي زیاته کړې چې په امریکا کې په دې تورونو د یو تن رایې هم نه شي رد کېدلی دا خو پرېږده چې د هېواد د ابادۍ په لحاظ په شپږم نمبر لويي ریاست د ټولو خلکو رایې دې باطلې وګرځول شي.

د پینسلوینیا ریاست چارواکي اوس کولی شي چې د انتخاباتو د نتیجو تصدیق وکړي.

د دې نتیجو ترمخه په دې ریاست کې دا مهال د ډیموکرېټ ګوند امیدوار جوبایډن څه د پاسه په ۸۰ زرو ووټونو بریا ترلاسه کړې ده.

د نومبر د درېیمې په ولسمشریزو انتخاباتو کې جو باییډن په لويي اکثریت بریا ترلاسه کړې چې پکې یې د الیکټورل کالج ۳۰۶ رایې اخیستي او د هغه مخالف امیدوار ډونلډ ټرمپ د الیکوټورل کالج ۲۳۲ رایې ترلاسه کړي دي.

جوبایډن د پینسلوینیا په شمول د دې انتخاباتو د یو شمېر مهمو ریاستونو په ګټلو کې بریالي شوی دی.

مایک پامپیو په افغانستان کې د تشدد کمولو غوښتنه کړې

مایک پومپیو په قطر کې د افغان دولت د مرکچي پلاوي له مشرتابه سره هم لیده کاته او خبرې اترې کړې دي. 

د امريکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په قطر کې د نومبر پر ۲۱مه تر یوې غونډې وروسته په طالب مشرانو غږ وکړ چې په افغانستان کې د دایمي اوربند په هکله ګړندي خبرې وکړي.

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر او د طالبانو له مذاکراتي ډلې سره د مایک پامپيو تر ليدو وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت يو وياند وويل چې پومپيو د تشدد د کمولو غږ هم وکړ.

د وزارت ویاند وویل پامپيو په خبرو کې په تاوتریخوالي کې د پام وړ کمولو غوښتنه وکړه او دوی یې سیاسي لار نقشې، دايمي او جامع اوربند په اړه د خبرو اترو تېزولو ته وهڅول.

پامپیو تر غونډو وروسته پر ټويټر پاڼه ليکلې چې له دوحې لاړم خو باور لرم دي چې د هلو ځلو په نتيجه کې به په سیمې کې امنیت او ثبات راشي.

مایک پومپیو په قطر کې د افغان دولت د مرکچي پلاوي له مشرتابه سره هم لیده کاته او خبرې اترې کړې دي.

پامپيو د اروپا او منځني ختيځ د اوو هېوادونو په سفر دی. نوموړي په قطر کې د دې هېواد واکمن او د بهرنيو چارو وزير سره هم ملاقات وکړ.

د افغان دولت او طالبانو ترمنځ دا تاریخي خبرې اترې د سپټمپر له ۱۲مې په قطر کې پیل شوې خو د طريقه کار له کبله له خنډ سره مخامخ شوې دي.

د نړۍلويو اقتصادي هېوادونو د کورونا په وړاندې د یووالي غوښتنه وکړه

د سعودي عرب پاچا سلمان د شلو لويو اقتصادي هېوادونو سرمشريزه پرانسته او ژمنه یې وکړه چې دا ډله به د نړیوالې همکارۍ په مرسته پر دې بحران قابو موندي.

د نړۍ ۲۰ لويو اقتصادي هېوادونو دوه ورځنۍ سرمشريزه د نومبر پر ۲۱مه پيل شوه.

دوی د کورونا وايرس وبا په وړاندې مبارزه کې د یووالي غوښتنه وکړه.

د سعودي عرب پاچا سلمان د شلو لويو اقتصادي هېوادونو سرمشريزه پرانسته او ژمنه یې وکړه چې دا ډله به د نړیوالې همکارۍ په مرسته پر دې بحران قابو موندي.

پاچا سلمان د کورونا وايرس مخنيوي لپاره د سفر محدودیتونو له وجې ویډیو کنفرانس له لارې وينا وکړه.

د جرمني چانسلرې انګیلا میرکل غونډې ته په خپله وینا کې د نړیوالې همکارۍ غوښتنه هم وکړه.

هغې وویل که چیرې هیوادونه له يو بل سره ودریږي نو دوی پر وايرس او له وجې يې پر رامینځ شويو حالاتو قابو موندلي شي.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سرمشريزه کې له دوو ساعتونو څخه لږ وخت تیر کړ او وروسته د ګالف لوبې کولو لپاره ولاړ.

تمه ده چې ټرمپ نن د نومبر پر ۲۲مه په سرمشریزه کې برخه واخلي. ټرمپ د نومبر درېمي انتخاباتو کې له جو بایډن ماته خوړولې خو تراوسه یې شکست نه دي منلي.

یمن کې به قحطي د میلیونونو خلکو ژوند اغېزمن کړي: انتونیو ګوتېريش

ملګري ملتونه په یمن کې د تاریخۍ قحطۍ خبر ورکوي.

د ملګرو ملتونو عمومي مشي انتونیو ګوتېريش ویلي، جنګځپلی یمن ډېر نېږدې د قحطۍ د یوې داسې خرابې څپې سره مخ کېدونکی دی چې نړۍ به په تېرو څو لسیزو کې نه وي لیدلې او د مېلیونونو خلکو ژوند به اغېزمن کړي.

د ملګرو ملتونو لخوا، په یمن کې د قحطۍ په اړه د نومبر د ۲۰مې نېټې دا خبرداری په داسې حال کې ورکول کېږي چې امریکا په پام کې لري د یمن د حوثي ياغیانو ډله د بهرنۍ ترهګرۍ ډلې په نوملړ کې شامله کړي چې پر ایران فشار واچول شي څوک چې د دغې ډلې ملاتړ کوي.

خو خیریه ادارې وايي، که امریکا دا ګام پورته کړي نو د یمن د ۲۴ ميلیونه وګړو ۸۰ فيصده برخې ته به د مرستو رسول په خطر کې واچوي، ځکه چې له حوثي یاغیانو سره به خبرې کول ګرانې شي.

عبدالله عبدالله له اردوغان سره پر افغان سوله غږېدلي

د افغانستان ملي روغې جوړې شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره

عبدالله عبدالله وايي، د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره یې د افغان سولې په تړاو رغنده خبرې کړي.

د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله چې د ترکیې په سفر دی، د نومبر پر ۲۰مه یې پر خپلې فیس بک پاڼې لیکلي، د ترکي له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره یې د لیدنې پر مهال د افغان سولې په تړاو رغنده خبرې کړي دي.

عبدالله عبدالله وايي چې د افغان سولې او ثبات په تړاو د سیمې د هېوادونو د ملاتړ جلبول ډېر مهم دي.

هغه تر دې مخکې د یاد هدف لپاره پاکستان، ایران، هند او ازبکستان ته هم سفرونه کړي.

"پر ولسي وګړو دې د بهرینو ځواکونو لخوا د بشري حقونو سرغړونې وڅېړل شي"

په افغانستان کې اسټرالیايي ځواکونه د عملیاتو پر مهال. (انځور له ارشیفه)

د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي، ټول هغه هېوادونه چې د پوځیانو په اړه یې له نړیوالو بشردوستانه حقونو د سرغړونې تورونه موجود دي، خپلواکې څېړنې دې وکړي.

د دغه کمیسیون مشرې شهرزاد اکبر د نومبر پر ۲۰مه په یوه ویډیويي پيغام کې ویلي، امریکا او انګلستان هم په دغو هېوادونو کې شامل دي.

یادو دواړو هیوادونو تر اوسه د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون مشرې د دې غوښتنې په اړه څه نه دي ویلی.

شهرزاد اکبر دا غوښتنه په هغه ویډیويي پیغام کې کړې چې پکې د اسټرالیا د حکومت د ټکان ورکوونکي راپور په تړاو غږېدلې.

اسټرالیا د نومبر پر ۱۹مه په افغانستان کې د خپلو ځینو ځانګړو ځواکونو له خوا د بشري حقونو د سرغړونې په اړه یو ټکان ورکونکی راپور خپور کړ چې یوه لویه برخه یې د ۳۹ بې ګناه افغان ملکيانو وژنه ده.

دا په داسې حال کې ده د اسټرالیا د دفاعي ځواکونو مشر جنرال انګوس کېمپبل ویلي چې دا له شرمه ډک معلومات په هغه پلټنیز راپور کې راڅرګند شوي چې د نومبر پر ۱۹مه خپور شو.

نوموړي زیاته کړه چې دا پوځي روزنې او مسلکي قدرونو نه یوه جدي سرغړونه ده.

نوموړي د راپور موندنې منلي دي زیاته کړې یې ده چې د اسټرالیا ځواکونو له خوا یې په دغه اړه بخښنه غوښتې ده.

په پلټنو کې د ۲۰۰۵ز کال څخه تر ۲۰۱۶ز کال پورې په افغانستان کې له بندیانو سره د غیرانساني سلوک تورونه رامنځ ته شوي دي.

دا پلټنې یو استرالیايي قاضي پال بریریټن کړي دي او په دغه اړه یې له ۴۰۰ ډېرو شاهدانو بیانونه ثبت کړي او د زرګونو مخونو اسنادو ته یې کتنه کړې ده.

د شخصي سکولونو ټولنې د تعلیمي ادارو بندولو په اړه حکومتي وړاندیز رد کړ

د شخصي سکولونو مالکان وايي تعلیمي ادارې بندول نه شي منلی او که فشار پرې واچول شو نو پراخې مظاهرې به پیل کړي. (انځور له ارشیفه)

د پاکستان د تعلیم وفاقي وزیر شفقت محمود د نومبر پر ۱۸مه ویلي و چې د کورونا وايرس مخنیوي په موخه د سکولونو او تعلیمي ادارو پر بندولو غور روان دی.

خو د پاکستان د شخصي سکولونو ټولنې مشر مرزا کاشف بیګ د نومبر پر ۲۰مه په لاهور کې یوې خبري غونډې ته وویل، د حکومت دا تجویز چې د نومبر له ۲۴مې به یو وارې بیا تعلیمي ادارې بندوي، نه شي منلی او که فشار پرې واچول شو نو پراخې مظاهرې به پیل کړي.

پاکستان تر دې وړاندې په مارچ میاشت کې هم د کورونا وايرس د مخنیوي په موخه تعلیمي ادارې بندې کړې وي چې د سېپټېمبر پر ۱۵مه یو وارې بیا پرانېستل شوې.

په پاکستان کې د کووېډ-۱۹ تازه شمېرې

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د کورونا وايرس ناروغۍ (کووېډ-۱۹) له وجې د مړو رسمي شمېر ۷،۶۰۳ ته رسېدلی دی.

د کورونا وايرس په اړه د معلوماتو حکومتي ویبپاڼې ترمخه تر نومبر ۲۱مې پورې د کورونا وايرس مثبتو کېسونو شمېره تر ۳۷۱،۵۰۸ اوښتې ده.

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وايرس ۲،۸۴۳ نوې پېښې ریکارډ شوي خو له دې ناروغۍ تر ۳۲۸،۹۳۱ زرو زيات کسان رغېدلي هم دي.

په هېواد کې د کورونا وايرس د فعاله کېسونو شمېر تر ۳۴ زرو زيات دی.

حکومت د کورونا وايرس مخنيوي لپاره له تېرې مياشتې ماسکونه وهل لازمي ګرځولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت د کورونا وايرس دويمې څپې مخنيوي لپاره د زيارتونو، سينماګانو او تیېټرو د بندولو فيصله کړې ده.

اذربایجان سرتېري د نګورنو قره باغ سره نېږدې یوې ولسوالۍ ته ننوتي

دا علاقه شاوخوا دريو لسیزو د ارمنيا تر کنټرول لاندې وه او اوس اذربایجان ته سپارل کېږي. د ارشیف انځور

دا له هغې وروسته ده چې د روسیې په ملاتړ د اذربايجان او ارمینيا ترمنځ د سولې موافقې وشوه او د شپږو اوونيو جګړه پای ته ورسېده.

د دفاع وزارت وویل چې د نومبر پر ۲۰مه د اذربايجان پوځيان د اګدام ولسوالۍ ته ننوتل چې له دریو څخه یوه یې نګورنو قره باغ دی.

دا علاقه شاوخوا دريو لسیزو د ارمنيا تر کنټرول لاندې وه او اوس اذربایجان ته سپارل کېږي.

وزارت وویل "د درې اړخیز بیان له مخې چې د اذربایجان ولسمشر، د ارمنیا وزيراعظم او د روسیې ولسمشر لاسلیک کړي، د اذربایجان پوځيان د نومبر پر ۲۰مه د اګدام سیمې ته ننوتل."

دا په داسې حال کې ده چې يو ورځ مخکې د ارمنيا سرتېري له دغه ځای تللي ول او د ارمنیا دفاع وزیر خپله استعفا وړاندې کړه.

پامپيو د غزې پټۍ ګولان غونډیو ته سفر کړی

د امریکا بهرنیو چارو وزیرمایک پامپيو

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو د اسراييلو تر واک لاندې غربي پټۍ او ګولان لوړو ته تللی چې د يوه امريکايي لوړپوړي چارواکي دغه سيمې ته لومړی سفر دی.


پامپيو تېر کال اعلان کړی وو چې واشنګټن د اسراييلي مېشت ځايونو ته په دې نظر نه ګوري چې پر دغو سيمو يې قبضه کړې ده.

اسراييلو په ۱۹۶۷ز کال کې د منځني ختېځ جنګ پرمهال دا سيمې قبضه کړې وي.

ولسمشر ټرمپ هم بيت المقدس د اسراييل پلازمينې په توګه او پر ګولان لوړو يې د اسراييل خودمختاري منلې وه.

اسراييلو په ۱۹۸۱ز کال کې ګولان لوړې شاملي کړې وې چې يو څو هېوادونو يې حېثيت منلی دی.

پامپيو د نومبر پر ۱۹مه په غربي پټۍ کې ساګوټ سيمي ته ورغلی چې وروسته بيا ګولان لوړې ته يې سفر وکړ.

ميرعلي کې يوه بل هدفي بريد يو تن وواژه

د شمالي وزیرستان پولیس وايي، په میرلي کې ناڅرګنده وسله والو په هدفي برید کې یو کس وژلی دی.

د پولیسو مشر شفیع الله ګنډه پور بيګا ماښام مشال راډیو ته وویل، ناڅرګنده وسله والو پر يوه کس محمد ډزې وکړې او تښتېدلي دي. د ده په خبره، د نامعلومه وسله والو ضد یې مقدمه درج کړې.

د حملې ذمه واري چا نه ده منلې.

دا په روان کال کې په شمالي وزیرستان کې ۴۰م هدفي برید وو. په ۲۰۱۹ز کال په سیمه کې ۵۱ هدفي حملې شوې وې. د نومبر ۱۹مې دغه برید په سیمه کې د هدفي وژنو پر ضد د پښتون ژغورنې غورځنګ تر جلسې څلور ورځې وروسته شوې.

غورځنګ په خپله جلسه کې پر انتظامیې غږ وکړ چې د هدفي بریدونو مخه دې ونیسي.

انتظامي چارواکي وايي، د شمالي وزیرستان امنیت ته ژمن دي او امنیتي سرتېري وخت په وخت د وسله والو پر ضد عملیات کوي.

"اسټرالیايي ځواکونو په افغانستان کې ۳۹ بندیان وژلي"

په افغانستان کې د استرالیا ځانګړي ځواکونه(انځور له ارشیفه)

د څلورو کالونو د پلټنو وروسته دا ځورونکي تورونه رامنځ ته شوي چې د استرالیا ځواکونو په افغانستان کې د خپل قیام پر مهال ۳۹ بندیان وژلي دي.

د استرالیا د دفاعي ځواکونو مشر جنرال انګوس کیمپبل ویلي چې دا له شرمه ډک مالومات په هغه پلټنیز راپور کې راڅرګند شوي چې د نومبر پر ۱۹مه خپور شو.

نوموړي زیاته کړه چې دا پوځي روزنې او پیشه وارانه قدرونو نه یوه جدي سرغړونه ده.

نوموړي د راپور موندنې منلي دي زیاته کړې یې ده چې د اسټرالیا ځواکونو له خوا یې په دغه اړه بخښنه غوښتې ده.

په پلټنو کې د ۲۰۰۵ز کال څخه تر ۲۰۱۶ز کال پورې په افغانستان کې له بندیانو سره د غیرانساني سلوک تورونه رامنځ ته شوي دي.

دا پلټنې یو استرالیايي قاضي پال بریریټن کړي دي او په دغه اړه یې له ۴۰۰ ډېرو ګواهانو بیانونه ثبت کړي او د زرګونو مخونو اسنادو ته یې کتنه کړې ده.

په راپور کې سپارښتنه شوې چې باید پولیس په دغه اړه د ۱۹ پوځیانو د قتل په ګډون د نورو ممکنه جرمونو په اړه پلټنې وکړي.

د راپور خپریدو وړاندې د اسټرالیا وزیراعظم سکاټ موریسن له افغان ولسمشر اشرف غني سره په ټیلیفون خبرې کړی وې او د خپلو ځواکونو په بده رویه یې خپګان څرګند کړی وو.

استرالیا په ۲۰۰۲ز کال کې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ خپل ځواکونه ګمارلي وو او دا وخت په نوموړي هیواد کې خواوشا ۱۵۵۰استرالیايي ځواکونه موجود دي.

متحده عرب امارات پاکستانيو وګړو ته سېلانۍ ویزې ورکول درولي

د دوبۍ د برج الخلیفه ودانۍ عکس

متحده عرب امارات د پاکستان په ګډون د ۱۱ نورو ملکونو وګړو ته د سېلګرۍ مقصد لپاره ويزې ورکول تر ناڅرګندې مودې ځنډولي.

د پاکستان بهرنيو چارو وزارت وياند زاهد حفیظ چودري د نومبر پر ۱۸مه په اسلام اباد کې په يو بيان کې د دې خبر تصدیق کولو سره ويلي چې متحده عرب اماراتو پاکستانيو وګړيو ته د ويزو ورکولو پروسه په عارضي توګه درولې ده.

د نوموړي په خبره داسې باور کېږي چې د اماراتو انتظامیې دا فیصله ښايي د کورونا وایرس د دويمې څپې د مخنيوي په خاطر شوې ده.

خو نوموړي زیاته کړه چې د دې فيصلې اغیز به د وړاندې نه په جاري کړل شویو ويزو نه وي.

تر دې مخکې په پاکستان کې د کورونا وایرس کيسونو کې تر زياتوالي وروسته متحده عرب اماراتو د هوايي شرکت ايمريټس ايیرلاين پروازونه هم په عارضي توګه ځنډولي ول چې د روان کال په جولای مياشت کې بيا بحال کړل شو.

په جنوبي وزیرستان کې دوه پوځیان وژل شوي

په جنوبي وزیرستان کې پوځي سرتېري د امنیت لپاره د ګزمې په حال کې - د ۲۰۱۷ز انځور

پولیس وايي په جنوبي وزیرستان کې د وسله والو په حمله کې دوه پاکستاني پوځيان وژل شوي او یو بل ژوبل شوی.


د سیمې پولیسو مشر شوکت علي د نومبر پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل چې دا پېښه تېر مازیګر په پش زیارت سیمه کې هغه وخت وشوه کله چې پوځیان په ګشت باندې پیاده روان وو چې په کمین ناست وسله والو ورباندې ډزې وکړې.

پولیس وايي، وسله وال په تېښته کې بریالي شوي او په سیمه کې د وسله والو لټون عملیات روان دي.


د حملې ذمه واري د تحریک طالبان پاکستان ویاند محمد خراساني منلې ده.

بلخوا هم د جمرود په شاکڅ سیمه کې د نومبر پر ۱۷مه ناوخته ځینو ناڅرګندو کسانو یو سب انسپکټر ګلا جان وژلی وو.

پولیس چارواکي د نوم نه ښودولو په شرط مشال راډیو ته وویل ول چې ګلا جان په ګاډي کې کور ته روان وو چې وسله والو پرې ډزې وکړې.

نوموړي زیاته کړه، په پېښه کې د ګلا جان ډرایور هم زخمي شوی دی. د پېښې ذمه واري لا چا نه ده منلې.

د راپورونو له مخې، ۵۵ کلن ګلا جان له تېرو ۲۰ کلونو راهیسي د خاصه دار په حیث دنده سمبالوله او څه موده وړاندی ورته د سب انسپکټر دنده ورکړل شوې وه.

د نوموړي د وژلو ذمه واري لا چا نه منلې.

تر دې وړاندې هم په جمرود کې یو شمېرخاصه دار او اوسني پولیس د وسله والو لخوا په نښه شوي دي.

پاکستان دې د سوداګرۍ او ټرانزټ ستونزې هوارې کړي: ولسمشر غني

جمهوررئیس غني د پانګونې او سوداګرۍ چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار سره وکتل

ولسمشر اشرف غني د پانګونې او سوداګرۍ په چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار سره د سوداګرۍ او ټرانزیټ د ستونزو په هواري ټینګار وکړ.

له ارګه په خپاره شوي يوه بيان کې راغلي چې ولسمشر غني د پانګونې او سوداګرۍ په چارو کې د وزير اعظم عمران خان سلاکار عبدالرزاق داوود او پلاوي سره د افغانستان او پاکستان د ټرانزیټ او سوداګرۍ په تړون "اپټا" کې د شته ستونزو او ننګونو او په دې کې د بدلونو په باب خبرې وکړې.

افغان ولسمشر ټینګار کړی چې د سیمې د اقتصادي پراختیا لپاره باید خپل لیدلوری ښه کړو او هغه تخنیکي ننګونې چې د ستراتېژیکو همکاریو او د دغه لیدلوري د عمليکيدو پر وړاندې خنډ ګرځي، باید لېرې کړو.

نوموړي همداراز ویلي چې افغان سوداګر د پاکستان په محصول چونګيو (ګمرکونو) او بندرونو کې تر تکليفونو تيريږي او نااميده کيږي.

په دغه کتنه کې ولسمشر له پاکستاني چارواکي سره پر دې ټینګار کړې چې دواړه هېوادونه باید د "کاسا زر"، "ټاپ" او "ټاپې" په ګډون سترو اقتصادي پروژو ته لا زیات پام واړوي.

پاکستانې پلاوې په ېکشنبه کابل ته تللې وو او له افغان چارواکو او سواګرو سره یې د سوداګرۍ او ټرانزيټ په برخه کې د ستونزو د هواري ژمنه کړې ده.

دا پلاوی پر داسې مهال کابل ته سفر کوي چې د پاکستان وزيراعظم عمران خان هم د نومبر پر ۱۹ مه د افغانستان يوه ورځنۍ دوره کوي.

د يادونې ده چې دواړه هيوادونه که څه هم نزدې ګاونډيان دي خو د سوداګرۍ په برخه کې له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي او په تېره د چمن بولدک او تورخم پر بندرونو د دواړو غاړو سوداګر شکاېت کوي چې د مالونو کلېرنس يې په ځنډ کيږي او ورسره بله لويه ستونزه دا ده چې تورخم او د سپين بولدک لارې بيا بيا تړل کيږي.

يادنيو ستونزو د دواړو هيوادونو ترمنځ سوداګرۍ ته هم ډير تاوان رسولې.

په جمرود کې د پولیسو یو مشر وژل شوی دی

د خیبر تاریخي دروازه

د خیبر پولیس وايي، د جمرود په شاکڅ سیمه کې د نومبر پر ۱۷مه ناوخته ځینو ناڅرګندو کسانو یو سب انسپکټر ګلا جان وژلی دی.

پولیس چارواکي د نوم نه ښودولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې ګلا جان په ګاډي کې کور ته روان وو چې وسله والو پرې ډزې وکړې، نوموړي زیاته کړه، په پېښه کې د ګلا جان ډرایور هم زخمي شوی دی. د پېښې ذمه واري لا چا نه ده منلې.

د راپورونو له مخې، ۵۵ کلن ګلا جان له تېرو ۲۰ کلونو راهیسي د خاصه دار په حیث دنده سمبالوله او څه موده وړاندی ورته د سب انسپکټر دنده ورکړل شوې وه. د نوموړي د وژلو ذمه واري لا چا نه منلې.

تر دې وړاندې هم په جمرود کې یو شمېرخاصه دار او اوسني پولیس د وسله والو لخوا په نښه شوي دي.

د ترکیې پارلېمان اذربایجان ته د څارونکو ځواکونو د استولو پرېکړه منظوره کړه

د ترکیې پارلېمان

د ترکیې پارلېمان د اذربایجان او ارمینیا ترمینځ د سولې د لوظنامې د څار لپاره د ځواکونو لېږلو منظوري ورکړې ده.

پارلېمان نومبر پر ۱۷ مه دا قرارداد د ټولو ګوندونو په مرسته وروسته له هغې منظور کړ، چې ولسمشر رجب طیب اردغان سیمې ته د ځواکونو استولو خواست وکړ.

ترکیې د بیلې شوې نګورنو قره باغ سیمې په سر له ارمینیا سره په جګړه کې د اذربایجان مرسته کړې ده او تیره اونۍ یې په اذربایجان کې د څار د یو شریک مرکز پرانستلو په اړه له روسیې سره یو یاداشت لاس لیک کړی دی.

د ترکیې سرکاري خبري اژانس په یو راپور کې ویلي چې دا قرارداد د څار په مرکز کې د روسیې او ترکیې دواړو د موجودګۍ په اړه د اذربایجان د خواست ښکارندویه دی.

د ارمینیا او اذربایجان تر مینځ د سولې لوظنامه د روسیې په مینځګړیتوب د نومبر پر ۱۰ مه وروسته له هغې لاس لیک شوه چې د اذربایجان ځواکونو د جنګ په میدان کې مهمې ګټې وکړې او د ارمینیايي بیلتون خوښو نه یې دری لسیزې وړاندی بایللې ځینې سیمې بیا ترلاسه کړې.

بلخوا روسي چارواکیو ویلي چې د انقرې هلې ځلې به د اذربایجان په خاوره د څار تر مرکزه محدود وي او د ترکیې سوله ساتي ځواکونه به نګورونو قره باغ سیمې ته نه داخلېږي.

تاريخي شاليد

اذربايجان او ارمينيا دواړه د شوروي اتحاد برخه پاتې شوي او په ۱۹۹۱ز کال کې د دې اتحاد له ړنګېدو سره سم دواړو هېوادونو خپلواکي اعلان کړه.

د پخواني شوروي اتحاد د دې دوو غړو هېوادونو تر منځ د نګورونو قره باغ پر سر د ۱۹۸۸ز او ۱۹۹۴ز کلونو تر منځ هم شپږ ځلې جګړه وشوه چې په نتيجه کې يې تر ۳۰ زره زيات کسان ووژل شول او شاوخوا يو مليون کسان بېکوره شول چې زياتره يې اذريان ول.

دا سیمه په دودیز ډول د ارمني عيسويانو او اذري يا ترک مسلمانانو استوګنځی و خو د دې کسانو له بېکوره کېدو وروسته په نګورنو قره باغ کې اکثريت نفوس د ارمنيانو پاتې شو.

په ۱۹۹۴ز کال کې که څه هم د روس په منځګړتوب د نګورنو قره باغ پر سر د اذربايجان او ارمينيا تر منځ اوربند وشو خو دواړه هېوادونه د شخړې د مستقل هواري لپاره کوم جوړ جاړي ته نه سره ورسېدل.

تحريک لبیک پاکستان خپله درنا ختمه کړه

په ۲۰۱۸ز کال تحریک لبیک پاکستان د اسیه بي بي د پرېښولو خلاف لاریون راېستلی وو چې سپریم کورټ دې خپله کړې فیصله بیرته واخلي. ۲۰۱۸، ۳۱م اکتوبر

د تحريک لبیک پاکستان مشرانو له حکومت سره تر کامیابو مذاکراتو وروسته د نومبر پر ۱۶مه د شپې ناوخته خپله درنا ختمه کړه.

د مذهبي چارو د وفاقي وزیر نور الحق قادري په مشرۍ بېګا ماښام یو حکومتي وفد د لبیک له مشرانو سره اوږدې خبرې وکړې او پر څلورو نکاتو دواړه غاړې سلا شوې.

په دغو څلورو خبرو کې په راروانو درېوو میاشتو کې د پارلېمان له لارې د قانون جوړولو وروسته د فرانس سفیر له هېواده اېستل، فرانس ته د پاکستان سفیر نه لېږل، د فرانسويو شیانو په سرکاري توګه بایکاټ اعلانول او د دوی نیول شوي غړي خوشې کول شامل دي.

تحريک لبيک پاکستان په فرانس کې د اسلام پيغمبر خاکې شايع کولو پرضد د نومبر پر ۱۵ مه د راولپنډۍ لياقت باغ څخه تر فيض اباد پورې ناموس رسالت رېلي راوويسته او هم هلته په درنا کېناستل.

د راولپنډۍ ضلعي انتظاميې ترمخه د تحريک لبېک مشرانو د دغه لاریون کولو لپاره اجازت نه وو غوښنې نو ځکه د پولېسو او د لبېک د ځینو غړیو ترمنځ نښتې وشوې او ځینې کسان یې ونیول شول.

په ۲۰۱۷ز کال کې هم له لبېک مشرانو سره د خپلو پلویانو د هغه وخت د وفاقي حکومت خلاف یوه احتجاجي درنا کړې وه.

د پاکستان وزیراعظم د پانګونې او سوداګرۍ سلاکار کابل ته تللی

په کابل کې د پاکستان سفارت د نومبر پر ۱۶ رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي چې د وزیراعظم سلاکار عبدالرزاق داود له خپل یوه پلاوي سره کابل ته په درې ورځني سفر ورغلی دی.

‎د دغه پاکستاني پلاوي د ورتګ په اړه د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد مشال را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې عبدالرزاق داود کابل ته د اقتصادي اړیکو د لا پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو تر منځ د اقتصادي کمېشن د جوړولو لپاره راغلی دی.

‎نوموړی وایي، دغه پلاوی د افغانستان سوداګرۍ او صنعت وزارت په رسمي بلنه راغلی دی.

‎دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د نومبر پر۱۹مه به د پاکستان وزیراع عمران خان د یوې ورځې په رسمي سفر کابل ته ځي څو د افغانستان د سولې په پروسه کې د پاکستان په رول او مهمو دوه اړخیزو اړیکو باندې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره وغږیږي.

دا خبره د پاکستان د حکومت باوري سرچینو د نومبر پر ۱۴مه، په اسلام اباد کې د مشال راډیو خبریال ته کړې ده.

د پاکستان یو شمېر رسنیو هم د عمران خان د سفر په اړه راپورونه خپاره کړي دي.

دا به لومړی وار وي چې وزیراعظمۍ ته تر رسېدو وروسته عمران خان افغانستان ته سفر وکړي.

پاکستان سوپر لیګ: لاهور قلندر او کراچۍ کنګز نن لوبه کوي

پاکستان د کرکټ سوپر ليګ (پي اېس اېل) د پنځم پړاو فاينل لوبه به نن د لاهور قلندر او کراچۍ کنګز لوبډلو ترمنځ کېږي.

د کورونا وايرس په وجه په مارچ مياشت کې د پي ايس ايل وروستي څلور ميچونه ځنډول شوي ول چې د تېر خالي په ورځ بیا شورو شول او په ړومبي ميچ کې کراچۍ کنګز، ملتان سلطان او په دوهم ميچ کې لاهور قلندر پيښور زلمي ته ماتې ورکړه.

دا ړومبې ځل دې چې کراچي کنګز او لاهور قلندر فاينل لوبې ته وتلي دي، له دې وړاندې اسلام اباد يونايټډ دوه ځل، پيښور زلمي او کوټه ګلیډيېټرز يو يو ځل فاينل لوبې ګټلې دي.

د پي ايس ايل پنځم فاينل لوبه به نن د پاکستان پروخت ماسخوتن اته بجې د کراچۍ په نيشنل سټيډيم کې کېږي.

نوښار: ټرافیکي پېښه کې لږ تر لږه ۱۰ تنه مړه، اته ژوبل

خيبرپښتونخوا په نوښار کې د مسافر ګاډي کندې ته د پرېوتو په پېښه کې ۱۰ کسان مړه شوي دي.

د نوښار پوليسو مشر او ځايي خلکو مشال راډیو ته ويلي چې د نومبر پر ۱۶ مه سهار مهال نهه بجې ګاډۍ له سپین کاڼي څخه کاکا صيب ته په لاره وو چې کندې ته پرېووت.

په وژل شويو کې يو ماشوم او دوې ښځې هم دي. په پېښه کې اته کسان زخميان دي چې پکې يې ځينې د پېښور لېډي رېډنګ او ځینې د نوښار قاضي حسين احمد ميډیکل کمپلېکس ته د علاج لپاره وړل شوي دي.

سږکال د اګست پر اتمه نېټه هم يو ګاډۍ د نوښار په اکبرپوره سيمه کې کندې ته پرېوتی وو چې پکې پنځه کسان مړي شوي ول.

د پېښې مړه او ژوبل کسان د سپین کاڼي کلي کاکا صاحب دي.

د مشال راډيو خبریال وايي چې د اتو مړیو جنازه به نن ماښام یوځای کېږي.

د یوه ځايي اوسېدونکي، چې نوم یې و نه ښود، په وینا د دوو نورو مړیو جنازه به نن څلور نیمې بجې کیږي.

د چارواکو په وینا، څلور ټپیان د پېښور لېډي ریډینګ روغتون او نور د نوښار قاضي کمپلېکس روغتون ته د درملنې لپاره وړل شوي دي.

پاکستان په نړۍ کې یو له هغه هېوادونو دی چې د ناسم ټرافیکي سیسټم، د غیر مسلکي ډرېورانو او د سړکونو جدیدې ډانچې نه لرلو له کبله هر کال ‌خورا زیاتې پېښې کېږي.

تېره میاشت د بلوچستان په لورالايي کې ولس له سرکاره د سړک دوه رویه کولو لپاره د صوبې تر مرکز کوټې پلی مارچ وکړ.

نور پورته کړئ

ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG