د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د کورونا وایرس مخنیوي لپاره ایران ته د مرستې وړاندیز کړی


د امریکا ولسمشر په سپینه ماڼۍ کې د کورونا وایرس په اړه کانفرانس ته وینا کوي.
د امریکا ولسمشر په سپینه ماڼۍ کې د کورونا وایرس په اړه کانفرانس ته وینا کوي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، که ایران وغواړي نو هغه تیار دی چې د کورونا وایرس په مخنیوي کې ورسره مرسته وکړي.

ټرمپ دا څرګندونې د فبرورۍ پر ۲۹مه، واشنګټن ته نژدې یو کنفرانس ته په وینا کې کړې دي. نوموړي ویلي چې له ایراني ولس سره په دې لړ کې ممکنه مرستو ته چمتو دی.

د نوموړي په وینا ، ایران دې یوازې پر امریکا د مرستې غږ وکړي.

امریکا وايي چې د سویټزرلېنډ په له لارې یې ایران ته د مرستو رسمي وړاندیز کړی دی.

امریکا له ۱۹۸۰م کاله راهيسې له ایران سره سفارتي اړیکې نه لري. سویټزرلېنډ په ایران کې د امریکايي ګټو استازیتوب کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په ایران کې د کورونا وایرس له کبله د مړو شمېر ۴۳ ته رسېدلی دی او لږ تر لږه ۵۹۳ کسان په دې وایرس اخته شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG