د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا کتایب حزب الله ډلې مشر نړیوال ترهګر ګرځولی


د امریکا بهرنیو چارو وزارت د ترهګرۍ مخنیوي چارو مشر نېتن سېلز
د امریکا بهرنیو چارو وزارت د ترهګرۍ مخنیوي چارو مشر نېتن سېلز

امریکا په عراق کې د ایران پلوې کتایب حزب الله وسله والې ډلې مشر له هغه وروسته ترهګر ګرځولې چې په عراق کې په دې وروستیو کې د امریکايي او نورو بهرنیو ځواکونو په مرکزونو راکټي بریدونه تر سره شول.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د ترهګرۍ مخنیوي چارو مشر نېتن سېلز د فبرورۍ پر ۲۶مه یوې خبري غونډې ته وویل چې واشنګټن د کتایب حزب الله د وسله والې څانګې مشر احمد الحامدوي د نړیوالو ترهګرو په فهرست کې شامل کړ.

د دې اقدام په ترڅ کې به له الحامدوي سره ورکړه راکړه جرم بلل کېږي او که نوموړی په امریکا کې اثاثې لري نو هغه به هم منجمد کولی شي.

کتایب حزب الله په ۲۰۰۹ م کال کې ترهګره ډله ګرځول شوې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG