د لاسرسي ځای

تازه خبر

خبرونه

مینګوره: د حکومتي پالیسیو خلاف د جماعت اسلامي لاریون

جماعت اسلامي د خپل ګوندي امیر سراج الحق په مشرۍ د سوات له مینګورې چوکه تر نشاط چوکه پورې لاریون وکړ.

په نشاط چوک کې جلسې ته د وینا پر مهال سراج الحق د تحریک انصاف د حکومت پر اقتصادي پالیسۍ او په ملک کې په ګرانۍ نیوکې وکړې او د اوسني حکومت خارجه، داخله او اقتصادي پالیسۍ یې ناکامه وبللې.

تر دې وړاندې د پاکستان یوشمر نورو سیاسي ګوندونو هم د مظاهرو په ترڅ کې پر حکومت ورته اعتراضونه کړي خو د حکومتي ګوند تحریک انصاف غړي فضل حکیم په دوشنبه/اتوار مشال راډیو ته وویل، د اپوزېشن خبرې ناسمې وبللې او زیاته یې کړه چې حکومت یې په کامیابۍ سره پرمخ روان دی.

د نننۍ ورځې ټول خبرونه وګورئ

کورونا وبا: د انټرنیټ نشتوالی د قبایلي ضلعو زده کونکي له انلاین زده کړو محرومه کړي

د قبایلي ضلعو زده کونکي وايي، په ټول پاکستان کې د کورونا وبا راخورېدو پس چې کله تعلیمي ادارې وتړل شوې نو په پوهنتونونو کې پرلیکه انلاین زدکړې پیل شوې دي خو دوی ترې ځکه بې برخې دي چې په سیمې کې انټرنیټ نشته. له مشال راډیو سره په خبرو کې دوی ویره وښوده که یې قبایلي ضلعو ته د انټرنیټ اسانتیاوې برابرې نه شوې نو زیات امکان دی چې تعلیمي کال یې زیانمن شي.

د سولې لپاره د افغان حکومتي ټیم جوړولو هرکلی کوو: پاکستان

پاکستان د افغانستان حکومت لخوا له طالبانو سره خبرو لپاره د ډلې جوړولو هرکلي کړی دی.

د پاکستان بهرنيو چارو وزارت پرون په بيان کې ويلي دي چې دې سره به بين الا افغاني خبرو اترو لپاره لاره هواره شي.

په بيان کې ويل شوي چې پاکستان باور لري دا يو مهم ګام دی او د افغانستان حکومت ژمنتيا په ډاګه کوي چې په هغه هېواد کې د سولې پروسه پرمخ بوځي.

افغان حکومت وایي کابل ته د طالبانو ورغلې درې کسیزه پلاوي سره‌ یې کتلي دي او په خبرو کې د بندیانو د تبادلې په اړه بحثونه شوي دي.

هلمند کې ماین چاودنې اته افغان ولسي وګړي وژلي

د هلمند نقشه

د افغانستان د هلمند په نهر سراج ولسوالۍ کې اته ملکي وګړي وژل شوي او دوه ټپیان دي.

د هلمند د امنیه قوماندانۍ ویاند په یوه خبرپاڼه کې نن(د اپریل پر لومړۍ) وویل چې د دې کسانو موټر په ماین الوتی دی.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د چاودنې په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

کومې ډلې لا د دې پېښې مسؤلیت نه‌دی اخیستی.

پاکستان کې د کورونا وړجنو شمېر تر ۲۰۰۰ ورسېد

په پاکستان کې تر دا مهاله د کورونا وړجنو شمېر ۲۰۰۰ ته رسېدلی دی او ۲۶ تنه ترې مړه شوي دي.

په اسلام اباد کې د کورونا وايرس مخنيوي او کنټرول مرکز ترمخه په پنجاب کې نهه په سند کې اته او په خېبر پښتونخوا کې شپږ کسان د کورونا وايرس له وجې مړه شوي دي.

د پاکستان څلورو واړو صوبو ترڅنګ په ګلګت بلتستان او اسلام اباد کې د نهې په ورځ له ۲۰۰ زيات د کورونا وايرس مثبت کېسونه مخې ته راغلي دي.

په پنجاب کې د متاثره کسانو شمېره له ۷۰۰ زياته شوي ده.

په سند کې ۶۷۰ او په خېبرپښتونخوا کې د ۲۵۰ زيات زيات کسان په کورونا رنځ اخته شوي دي.

په بلوچستان کې شاوخوا ۱۶۰ په ګلګت بلتستان کې شاو خوا ۱۵۰، په اسلام اباد کې ۶۰ او پاکستان تر انتظام لاندې کشمير ۶ کسان د کورونا وايرس له وجې متاثره شوي دي.

بلخوا وزيراعظم عمران خان په مشرۍ کې د مارچ په ۳۱مه د وفاقي کابينې په غونډه کې د ۱۲۰۰ اربه روپو د ريليف پيکچ منظوري هم ورکړل شوې ده.

روس او سعودي عرب د تېلو نرخ پر راټیټولو غږېږي: ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امريکا ولسمشر ډونلد ټرمپ ويلي دي چې روس او سعودي عرب د تېلو نرخ ټیټولو په اړه خبرې کوي.

ټرمپ د مارچ پر ۳۱مه په سپينه ماڼۍ کې د کورونا وايرس په اړه بريفينګ پرمهال وويل چې "دواړه هېوادونه په دې اړه خبرې کوي او دی به هم که یې اړتیا وه په مناسب وخت کې ګډون وکړي.

د سعودي عرب او روس ترمنځ د تېلو توليد کمولو پر سر لانجې له کبله په نړيوال بازار کې د تيلو نړیوال قيمت ډېر زيات راپرېوتی دی.

تېره اونۍ امريکا په رياض فشار راوړی وو چې د تيلو تولید لوړولو له پریکړې څخه ډډه وکړي.

بلخوا مسکو هم د تيلو تولید کمولو هوکړه څخه انکار کړی وو.

رويټرز خبر اژانس ترمخه د کرميلين وياند ويلي دي چې د مارچ پر۳۰مه روسي ولسمشر ولاديمير پوتين خپل امريکايي سيال ډونلد ټرمپ سره ټيليفوني خبرو پرمهال هوکړه وکړه چې د نړۍ د تیلو په بازارونو کې اوسنی حالت مناسب نه دی.

په افغانستان کې د کورونا وړجنو شمېر۱۹۶ته ورسېد

په افغانستان کې د کورونا وایرس د مشکو کسانو څېړل.

د افغانستان عامې روغتیا چارواکو د مارچ پر۳۱مه رسنیو ته وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هرات ولایت په لابراتوار کې د کورونا۱۴۰ مشکوکې پېښې وڅېړل شوې چې ۱۲یې په هرات او یوه یې په فراه ولایت کې مثبتې ثبت شوي.

د دې وزارت ویاند وحیدالله مایار رسنیو ته وویل چې په کابل ولایت کې هم ۴۵ مشکوکې پېښې څېړل شوي چې نهه یې مثبتې ثبت شوي چې ورسره په ټول هیواد کې د مثبتو پېښو شمېر ۱۹۶ ته ورسېده.

له یادو پېښو څخه یوازې هرات ولایت کې ۱۴۳ثبت شوي دي.

پاکستان کې د کورونا وایرس د مړو شمېر ۲۵ ته رسېدلی

ډاکټر د یو مشکوک کس معاینه کوي (پخوانی عکس)

په پاکستان کې د کورونا وایرس تصدیق شویو کېسونو شمېر ۱۸۶۵ ته رسېدلی دی.

د پاکستان صحت قامي ادارې ( این ای اېچ) پر ویبپاڼه له ورکړل شویو شمېرو سره سم په دې کې ۶۵۲ په پنجاب، ۶۲۷ په سند، ۲۲۱ په خیبر پښتونخوا، ۱۵۳ په بلوچستان، ۱۴۸ ګلګت بلتستان، ۵۸ په اسلام اباد او شپږ کېسونه په ازاد کشمېر کې تصدیق شوي دي.

د صحت قامي اداره وايي، تر اوسه په دغه هیواد کې ۲۵ کسان له وایرسه مړه شوي دي او ۵۸ ترې روغ شوي دي.

د (اېن ای اېچ) له تازه شمېر سره سم یو تن په ګلګت بلتستان، درې په پنجاب او دوه کسان په سند کې مړه شوي دي.

کورونا وایرس: روسی پارلمان بیړنی قانون منظوري

تصویر له ارشیفه

د روس د پارلېمان غړیو د هغه قانون سازۍ په اړه ابتدايي منظوري ورکړې چې له مخه یې د هیواد وزیراعظم میخایل میشوستن کولای شي په ملک کې بېړنی حالت اعلان کړي.

په روس کې په یوه ورځ کې د کرونا وړجن ۲۷ فیصده سېوا شول.

د روس استازو جرګې دوما نن ( د مارچ پر ۳۱مه) د هغه قانوني مسودې منظوري ورکړه چې ورسره حکومت په ټول هیواد کې ایمرجنسي په نافذولو سره ضابطه اخلاق ټاکلې شي.

د بل یا قانوني مسودې له مخې هغو کسانو ته به د پنځو کالو د بند سزا ورکړل کېږي چې په بیړنيو حالانو کې له کسته ناسم یا درواغ مالومات خپروي. د دې تر څنګ هغه څوک چې د قرنظین د صفایۍ اصول په پام کې نه نیسي نو اووه کاله قید به ورته ورکول کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې په روس کې د کرونا وایرس نوي ۵۰۰ کېسونه مخې ته راتللو سره په دغه هیواد کې د وایرس ځپلو شمېر ۲۳۳۷ ته ورسېد.

له بنو بلوچستان ته په تبلیغ پسې تللی کس له کورونا ومړ

د بنو مندیو سیمې څلور اویا کلن سیدنواز خان په تبلیغ پسې د بلوچستان کوټې ښار ته تللی وو چې یوه نیمه هفته وړاندې په رېل ګاډي کې د پېښور له لارې خپل کلي ته ستون شوی وو.

ضلعي انتظامیې د هغه مړی سیل کړی دی او جراثیم کش دوایانې یې پرې پاشلې او د هغې سیمې خلک د کورونا وایرس تر چاڼ باسي.

د بنو سوکړي حسنخېل کښې هم د کرونا وایرس د یوې مثبتې پېښې له راتلو پس پولیس د متاثره تن سیمه په خپله ولکه کښې اخیستی دی او هلته یې تګ راتګ درولی دی.

د بنو ډپټی کمشنر کپټن ریټایرډ محمد زبیر خان نیازي وائیلی دی چې د کرونا وایرس د مخنیوی لپاره په ښارګوټي او خو او شا سیمو کښې نوره هم سختي راوستل شوې ده. په ښارګوټي کې د میډیکل سټورونو علاوه د خوراکی موادو دکانونه به هم د مازیګر له پینځو بجوپس تړلي وي.

جرمني د افغان کډوالو جبري ستنولو بهیر وځنډاوه

انځور له ارشیفه

د جرمني حکومت افغانستان ته د هغو افغانانو د جبري ستنولو بهیر ځنډولی چې له غیر قانوني لارو دې هېواد ته تللي دي.

د جرمني کورنیو چارو وزارت ویانده وايي چې د افغان حکومت د غوښتنې له مخې او د کرونا وایرس له کبله رامنځته شوي بحران ته په پام سره‌ یې د افغانانو جبري ایستل لږه موده ځنډولي دي.

د جرمني خبري اژانس "ډي پي ای" د راپور له مخې له دې هېواده د ایستل شويو افغان کډوالو وروستۍ جوپه د روانې مارچ میاشتې پر۱۲مه کابل ته واستول شوه.

جرمني ټول ۹۰۷ افغانان چې ټول نارینه دي، افغانستان ته ستانه کړي دي.

امریکا پر ایران د بندیزونو نرمښت وغځاوه

ایران

د امریکا حکومت پر ایران په لګول شویو بندیزونو کې معافیت د نورو ۶۰ ورځو لپاره تمدید کړ.

له دې پرېکړې سره به روسیه، چین او اروپايي هېوادونه وکولای شي چې د دې هېواد په اټومي بټیو کې د اټومي وسلو د پراختیا مخنیوي کار ته دوام ورکړي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو دا معافیت د مارچ پر ۳۰مه تایید کړ، خو هغه یادونه وکړه چې دا پرېکړه د ایران اټومي فعالیت محدودوي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویانده مورګان اورتاګوس په یوه بیان کې وايي د ایران د اټومي فعالیتونو پراخېدل د منلو وړ نه‌ دي.

مېرمن اورتاګوس زیاتوي، د ایران د رژیم لخوا په اټومي برخه کې اخاذي د نړۍ سولې او امنیت ته لوی ګواښ دی.

په بندیزونو کې معافیت ایران ته اجازه ورکوي چې د اټومي وسلو د نه‌ پراختیا پر اساس په اراک د درنو اوبو په تحقیقي اټوم بټۍ، د بوشهر په اټومي تاسیساتو او د تهران په تحقیقاتي رېکټور او نورو ساحو کې کار ته دورام ورکړي.

په افغانستان کې د کورونا وړجنو شمېر۱۷۰ ته ورسېد

کابل کې پر کورونا وایروس ۱۰ تنه اخته شوي.

په افغانستان کې پر کورونا وایرس د اخته کسانو شمېر۱۷۰ ته ورسېد.

د افغانستان روغتیا وزارت ویاند وحید مایار د مارچ پر۳۰مه ناوخته رسنیو ته وویل چې په کورونا وایرس د خلکو اخته کېدو ډېرې پېښې په هرات کې ثبت شوې دي.

هغه زیاته کړه: "په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وایرس ۱۳۶ مشکوکې پېښې د هرات په البراتوار کې ثبت شوې چې له هغې جملې ۲۵ مثبتې پېښې تثبیت شوې دي.

په ټول هېواد کې د مثبتو پېښو شمېر ۱۷۰ ته ورسېد."

تر هرات وروسته کابل په دوهم کتار کې راغلی چې په کورونا وایرس د اخته کسانو شمېر پکې ۱۰ ته رسېږي.

کورونا وایرس تر اوسه په افغانستان کې د درېیو کسانو د مړینې سبب شوی دی.

کورونا وایرس: روسیه د هېواد په کچه کوربند لګوي

انځور له ارشیفه

روسیه پر دې غور کوي چې په ملي کچه پر کورونو د خلکو د پاتې کېدو موده وغځوي.

تر دې مخکې د مسکو چارواکو د دغه ښار له ۱۲ میلیونه اوسېدونکو غوښتنه کړې وه چې په خپلو کورونو کې پاتې شي.

د روسیې د ارتودوکس کلیسا هم، د کورونا وایرس د خپرېدو مخینوي په هدف، له عبادت کوونکو غوښتنه وکړه چې کلیساوو ته د تګ پر ځای په کورونو کې عبادت وکړي.

وزیر اعظم میخایل میشوستین د مارچ پر ۳۰مه له واليانو غوښتنه وکړه چې د مسکو په څېر پر کورونو د خلکو پاتېدو امر تعقیب کړي.

د روسیې حکومت د مارچ پر ۳۰مه د دغه هېواد ټول سرحدونه وتړل، خو روسي ډیپلوماتان، حمل او نقل او نور ضروري وسایط او خلک کولای شي له سرحده داخل شي.

د روسې فدراتیف د امنیت شورا مرستیال دمتري مدودف تېره یکشنبه پر خپل فېسبوک پاڼه په یوه وېډیويي پیغام کې وویل: "د کورونا وایرس د خپرېدو نامطلوبه سناریو نورو سختو اقداماتو ته اړتیا لري، د دغه وایرس د خپرېدو مخنیوی دې ته اړتیا لري چې هر کس باید ولسمشر ته غوږ شي او خپل انضباط وښيي."

په روسیه کې د کورونا وایرس د بحران په وړاندې د مبارزې مرکز د مارچ پر ۳۰مه وویل، په دغه وایرس وروستی تن په پسکوف سیمه کې مړ شوی دی.

د روسیې په ۷۱ ساحو کې په کورونا وایرس د خلکو اخته کېدو راپورونه ثبت شوي دي.

کورونا وايرس په ایران کې ۱۱۷ نور کسان وژلي

په ایران کې د کورونا وایرس له کبله مړو شويو کسانو د جنازې مراسم.

په ایران کې د کورونا وایرس له کبله په تېرو ۲۴ ساعتونوکې ۱۱۷ کسان مړه شوي دي.

په دې سره په دې هېواد کې د کورونا وایرس له کبله د مړو شمېر ۲۷۵۷ تنو ته ورسېد.

د ایران روغتیا وزارت ویاند کیانوش جهانپور د مارچ پر ۳۰مه د ایران دولتي ټلویزیون ته وکړه.

د جهانپور په خبره په ایران کې د یاد وایرس د مثبتو پېښو رسمي شمېره هم ۴۱۴۹۵ تنو ته لوړه شوې ده.

جهانپور وایي په تېرو دوو ساعتونو کې په دې هیواد کې ۳۱۸۶ نوي پېښې ثبت شوي دي.

نوموړي له ایرانیانو یو ځل بیا وغوښتل کې په کورونو کې پاتې شي.

ایران د نړۍ له هغو هیوادونو کې چې کورونا وایرس سخت ځپلی دی.

ننګرهار:‌۴۶ بنديان خوشي شول

د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل د خوشي شوو بندیانو سره خبرې کوي

د ننګرهار چارواکي وایي چې د افغان ولسمشر د حکم په اساس په زاندانونو کې د کورونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په موخه د افغانستان د نورو ولایتونو په څېر له ننګرهار زندانه هم د ۵ مېرمنو په ګډون ۴۶ بندیان د مارچ په دېرشمه نېټه ازاد شول.

نن د مارچ په دېرشمه، په جلال اباد کې د بندیانو د خوشي کېدو په موقع د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل ازاد شویو بندیانو ته سپارښتنې وکړې چې د کورونا ویروس څخه د خوندیتوب په پار دې ټول لازم تدابیر په پام کې ونیسي، چا سره دې په غاړه ورکولو او لاس ورکولو ستړي مه شي نه کوي، لاسونه دې بیا بیا په صابون مینځي او له خلکو سره دې ډېر نیزدیکت نه کوي.

د ازادو شویو بندیانو په استازولۍ ملک اجمل خبريالانو سره په خبرو کې ژمنه وکړه چې د کورونا ویروس د خپراوي د مخنیوي په غرض به په خپلو کورونو کې پاتې کېږي او هغه ټول تدابیر به په پام کې نیسي چې د کورونا ویروس د خپرېدو سبب کېږي.

روسیې د کورونا مخنیوي لپاره بندیزونه اعلان کړل

د ارشیف انځور

روسیې د مارچ پر۳۰مه د خپلو پولو د بندولو امر وکړ. مسکو پر خپلو خلکو غږ کړی چې تر خپلو کورونو دې محدود پاتې شي.

روسیې نن د مارچ پر ۳۰مه د خپلو پولو د بندولو امر وکړ. مسکو پر خپلو خلکو غږ کړی چې تر خپلو کورونو دې محدود پاتې شي. همدا رنګه د ارتوډاکس عیسوي مذهبو مشر پر عبادت کونکیو غږ کړی چې کلیسا ته له تګه دې ډډه وکړي او په کورونو کې دې عبادت وکړي.

حکومت ویلي د پولو بندول به د روسي ډیپلوماټانو، د اور وژنې د ادارې د ګاډو چلونکو او ځینو نورو داسې کسانو لپاره نه وي.

د مسکو چارواکي وايي، له دې بندیزونو یې مخه دا ده چې د کورونا وایرس د خپرېدو مخه ونیول شي.

د روسیې په پلازمېنه مسکو کې به د بندیز په ورځو کې هم د خوراکي توکیو او درملو دوکانونه پرانېستې وي. خلک به له کوره، کار ته د تګ اجازه هم ولري.

په روسیه کې د کورونا ځپلو کسانو شمېر له یو نیم زر څخه اوښتی دی. یواځې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۷۰ نوي کیسونه مخې ته راغلي دي. هلته تر اوسه اته کسان د کورونا له وجې مړه شوي دي.

کورونا: په ټوله نړۍ کې نږدې ۳۴ زره کسان وژلي

په نړۍ کې د کورونا وایرس له کبله د مړو شمېره ۳۴ زرو ته نږدې شوې ده.

د کورنا وایرس په اړه د معلومات خپرونکي، جان هوپکینز پوهنتون له شمېرو سره سم، د مارچ د ۲۹مې نېټې تر ماښامه، په ټوله نړۍ کې په مجموعي توګه تر ۷ لکه ۲۲ زره زیات کسان په دې ناروغۍ اخته شوي دي.

تر ټولو زیات یې ایټالیا، هسپانیا او چین ځپلي دي. له دې ناروغۍ څخه تر اوسه تر ۱۵۰ زره کسان بیرته روغ شوي هم دي.

په امریکا کې تر اوسه له ۱۴۲ زرو نه زیات کسان کورونا ځپلي دي او پوهاند وېره څرګندوي چې که د دې وبا مخه ونه نیول شوه نو یواځې په امریکا کې ترې دوه لکه کسان ژوند بیللی شي.

د کورونا په مخنیوي کې د مرستو لپاره چینايي ډاکټران پاکستان ته رسېدلي

د کورونا وایرس ناروغانو ځانګړی روغتون

د کرونا وایرس د مخنیوي په هڅو کې د مرستو لپاره د چینايي ډاکټرانو ډله پاکستان ته رسېدلې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د مارچ پر ۲۸ مه ویلي چې له چین څخه د روغتیايي کارکوونکیو او طبي الاتو ډکه یوه الوتکه هم په دغه ورځ اسلام اباد هوايي ډګر ته ورسېدله چې د بهرنیو چارو وزیر شاه محمو قزیشي یې استقبال وکړ.

یاد وزارت وايي په دغو طبي الاتو کې د کرونا وایرس د ټیسټ کولو سامان، ماسکونه او له دې وایرسه د خوندي پاتې کېدو په لړ کې د روغتیايي او امدادي کارکوونکیو لپاره ځانګړی ونیفارم شامل دی

جنوبي کوريا: شمالي کوريا دوه ميزايل توغولي دي

د راپورونو ترمخه دا د شمالي کوريا ميزايل دی

جنوبي کوريا د شمالي کوريا له خوا په مشکوک بيليسټيک ميزاياو توغولو تنقید کړی دی. د جنوبي کوريا د ګډو ځواکونو مشر نن د مارچ په ۲۹مه وويل چې له ځمکې سمندره ته ويشتل شوي دا دوه توغندي ځکه هم سم کار نه دی چې نړۍ کې د کورونا وایرس سره په مبارزه بوخته ده.

دا ميزايل د جنوبي کوريا په سمندري حدودو کې نه دې لګيدلي خو اندېښنې يې ځکه راپارولې چې دا د شمالي کوريا د هغه کار تسلسل دی چې له څو هفتو راهيسې يې کوي. شمالي کوريا د امريکا سره د ايټمي موادو پر سر د خبرو تر ختمولو وروسته دميزايلو داغلو ته زور ورکړی دی.

سعودي عرب: د امريکې په دفاعي سيسټم مو دوه ميزايل ناکاره کړي

د سعودي عرب بېرغ

د سعودي عرب چارواکو نن د مارچ په ۲۹مه وويل چې بيګا یې يو ميزايل پر سرښار رياض او بل پر جنوبي جیزان ښار له لګېدو مخنیوی کړی دی.

د سعودي عرب هوايي ځواک ويلي چې دا ميزايل یې د امريکايي دفاعي سيسټم په کارولو سره په هوا کې خنسا کړې دي او چاته څه زيان نه دی رسېدلی.

تر اوسه چا د دې ميزايلو ويشتلو ذمه واري نه ده اخیستې خو په تېر کې داسې حملې، د يمن ايراني ملاتړ لرونکو حوتي یاغيانو کړې دي.

افغانستان: په کورونا وايرس د اخته کسانو شمېر ۱۱۶ شو

په هرات کې د ښاروالۍ کارکوونکي له کورونا وايرسه د مړ شوي تن مړی ښخوي

د افغانستان روغتيا وزارت نن (د مارچ په ۲۹مه) په يوه خبرپاڼه کې وويل چې په ټول هېواد کې په کورونا وايرس د اخته کسانو شمېر، ۱۱۶ ته رسېدلی دی. له دې څخه درې تنه مړه شوي هم دي.

بلخوا د ننګرهار ولايت والي شاه محمود مياخېل د کورونا وایرس د مخنيوي لړ کې پورته شوو ګامونو له امله اغېزمن شوو، غریبو خلکو سره د مرستې لپاره يې يو فنډ جوړ کړی دی. هغه د مارچ په ۲۹مه مشال راډيو ته وويل چې په دې فنډ کې تر اوسه ده، تجارانو او ګڼو نورو خلکو تر يو لکو ډالرو پورې اچولي دي. د هغه په وېنا د هرې غرېبۍ کورنۍ لپاره به يوه مياشت خوراک څښاک اخیستل کېږي.

په ننګرهار کې د کورونا وايرس يو مریض ثبت شوی دیو بازارونه بند او خلک په کورونه ساتل شوي دي.

انوري: د طالبانو مذاکراتو لپاره غوره شوی پلاوی د ټول افغانستان استازی دی

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ويانده، ناجيه انوري

د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي د طالبانو دا ادعا سمه نه ده چې وايي د افغان حکومت د سولې لپاره ټاکل شوي پلاوي سره ځکه خبرې نه کوي چې دا د ټولو افغان اړخونو استازېتوب نه کوي.

د دې وزارت وياندې ناجيه انوري د مارچ په ۲۹مه مشال راډيو ته وويل چې د حکومت پلاوی د حکومت له خوا غوره کېږي او په طالبانو پورې اړه نه لري. د هغې په وېنا په دې شل کسیز پلاوي کې له بېلابېلو قومونو څخه مېرمنې، ديني عالمان، د بېلابېلو سياسي ګوندونو استازي او مدني فعالان شامل دي.

طالبانو پرون د دې ليست په اړه وويل چې يوازې هغه چا سره خبرو ته کښېني چې د ټولو خواوو استازېتوب وکړي. امريکا چې د افغان حکومت له دې پلاوي يې ملاتړ کړی دی، تر اوسه د طالبانو د دريځ په اړه څه نه دې ويلي.

بلوچستان: د کورونا وايرس له وېرې د ځينو بنديانو سزاوې کمې شوې

په بلوچستان کې سرحدي سرتيري

د کورونا وايرس د خورېدو د مخنيوي لپاره د بلوچستان حکومت د قېديانو په سزا کې ۴ مياشتې معاف کړي دي. د صوبې کورنيوو چارو وزارت نن په يوه خبرپاڼه کې وويل چې په دې کې د وړو جرمونو بنديان شامل دي. بلخوا د خېبر پښتونخوا د وزيراعلی سلاکار، اجمل وزير بيګا په يوه خبري کنفرنس کې وويل که څوک له کوم بهر ملکه راغلی وي نو د کورونا وايرس د مخنيوي په لړ کې دې حکومت سره مرسته وکړي او ځان دې ځايي چارواکو ته په ګوته کړي.

په همدې حال کې د خېبر پښتونخوا حکومت پرون د درې شپېته اربه روپيوو يو پيکيج اعلان کړ چې له مخې به يې د روغتيايي کارکوونکو، غرېبانو او زيانمنو کاروباريانو سره مرسته کوي.

په ننګرهار کې چاودنې ۲ تنه وژلي

چاودنه کې دیني عالم شیدا او د ده زوی وژل شوی.

د افغانستان په ختیځ ننګرهار کې چارواکي وايي، د مارچ پر ۲۸مه، د چسپکي ماین چاودنې دوه تنه وژلي.

د ننګرهار چارواکي وایي، ماسپښین مهال شااوخوا یوه بجه د دغه ولایت د لعلپورې ولسوالۍ په سربند سیمه کې د دیني عالم شیدا پر موټر د نښلول شوي ماین چاودنې خپله مولوي شیدا او د ده زوی وژلي دي.

د ننګرهار د والي ویاند په دې اړه مشال راډيو ته په یوه استول شوي پیغام کې ویلي چې په دغه پېښه کې د یوه دیني عالم په ګډون ۲ تنه ټپیان شوي هم دي چې په خبره یې، وضعیت یې د اندېښنې وړ دی.

د ننګرهار ولایتي ادارې دغه پېښه غندلې او دا یې د حقیقي عالمانو پر وړاندې د دښمن جاهلانه کړنه یاده کړې ده.

تر دې مهاله د پېښې مسولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

کابل ته د طالبانو د پلاوي ورتګ ځنډېدلی

آرشیف

افغان چارواکو د مارچ پر ۲۸مه نېټه ویل چې کابل ته د طالبانو د یوه پلاوي ورتګ ځنډیدلی دی.

ټاکل شوې وه د مارچ پر ۲۸مه، د دغې ډلې یو ۱۵ کسیزه پلاوی له کندهاره کابل ته لاړ شي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل د مارچ پر ۲۸مه نېټه مشال راډیو ته وویل چې د طالبانو د سفر د میکانیزم د نه بشپړېدو له کبله دغه سفر ځنډیدلی دی.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، د سره صلیب هغه پلاوي چې د طالبانو غړي یې کابل ته بیول، د کرونا وایرس له امله د رامنځ ته شوي ګرځبندیز له کبله ونه توانېد چې د دوی پلاوی ولېږدوي.

دغه پلاوی د طالب زندانیانو د خوشې کېدو په اړه د بحث لپاره کابل ته ځي، خو معلومه نه ده چې سفر به یې کله ترسره شي؟

نور پورته کړئ

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG