د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان له ایران سره پر ځمکني او هوايي تګ راتګ بندیز ولګاوه


د افغانستان د ملي امنیت شورا غونډه د فبرورۍ پر ۲۳مه وشوه

د افغانستان د ملي امنیت شورا افغانستان ته په کورونا وایرس د اخته کسانو د راتګ د مخنیوي په هدف ایران هېواد سره د لنډې مودې لپآره ځمکنی او هوايي تګ راتګ راتګ بند کړی دی.

په دې اړه د افغانستان د امنیت شورا په خبرپاڼه کې راغلي، د فبرورۍ پر ۲۳مه، د ملي امنیت د مشاور حمدالله محب په مشرۍ په غونډه کې چې په هېواد کې د کورونا وایرس پر وړاندې د مبارزې په موخه د اړوندو وزارتونو ترمنځ د همغږۍ په اړه جوړه شوې وه، پرېکړه وشوه چې افغانستان ته د ناروغۍ د ورتګ د مخنیوي په هدف له ایران او پاکستان څخه د کوچنیو چرګانو او هګیو واردات هم ودرول شي.

په اعلامیه کې راغلي چې په غونډه کې پر نورو لازمو اقداماتو هم خبرې وشوې.

د اعلاميې په حواله د عامې روغتیا وزیر ډاکتر فېروز الدین فېروز دغې غونډې ته وویل، چې تر دې دمه په افغانستان کې د کورونا وایرس هېڅ مثبته پېښه نه ده ثبت شوې، خو د ناروغانو د تشخیص، قرنطین او درمنلې په مرکز او ولایتونو کې بشپړ چمتوالی موجود دی.

اعلامیه وايي چې نوموړي دغې غونډې ته دا هم وویل چې، د دې وایرس سره د مبارزې لپاره باید د رسنیو، دیني عالمانو او مدني ټولنو له ادرسونو عامه پوهاوی زیات او خلکو ته وویل شي، چې په ورځ کې څو ځله په صابون لاسونه ومینځي، همېشه ماسکونه په مخ کړي او له غیر ضروري ډله ییزو غونډو ډډه وکړي ځکه دا وایرس له انسانه بل ته خپرېږي.

اعلامیه زیاتوي، په هېواد کې له کورونا وایرس سره د مبارزې په غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د مالیې او کورنیو چارو وزارتونه به د ماسکونو د قاچاق په مخنیوي کې خپل فعالیتونه څو برابره زیات کړي او همداراز د دولت په خزانه کې د احتمالي اړتیا لپاره ځانګړې بودجه ریزرف شي.

اعلامیه دا هم وايي، چې په مرکز او ولایتونو کې د همغږۍ او فعالیتونو لپاره ځانګړې کمېټې جوړې او د عامه پوهاوي لپاره ملي کمپاین ژر تر ژره پیل شي.

دغه راز په اعلامیه کې راغلي، د بهرنیو چارو وزارت ته سپارښتنه وشوه، چې د ایران په اسلامي جمهوریت کې قونصلي خدمات محدود کړي او له هغه هېواده وغواړي چې د افغانانو د ایستلو (ډیپورټ) لړۍ ودروي.

د اعلامیې په حواله په دغه غونډه کې د سوداګرۍ او کرهنې وزارتونو ته سپارښتنې وشوې، څو د راتلونکو ممکنه حالاتو لپاره د مرکزي اسیا له هېوادونو سره د سوداګرۍ او ټرانزیټ د زیاتوالي لپاره چمتووالي ونیسي.

د ملي امنیت شورا وروسته له هغې یاده پرېکړه وکړه چې ​په هرات ولايت کې په کورونا وایرس د درو کسانو د اخته کېدو رپورټ ورکړل شوی.

د هرات د حوزوي روغتون د انتاني ناروغيو د څانګې مشر محمد ابراهيم بسيم د فبرورۍ پر ۲۳مه مشال راډيو ته وويل، دغه کسان په وروستيو کې له ايرانه ستانه شوي دي.

بسيم زياته کړه، هغه درې کسان د تشخيص لپاره کابل ته لېږدول شوي، خو د معاينې نتايج يې لا معلوم نه دي.

د ايران په قم ښار کې د کورونا ويروس د خپرېدو پېښې تر نورو سيمو زياتې وي.

کورونا وایرس لومړی ځل د چین په ووهان ښار کې پیدا او په بیا د هغه هېواد نورو ښارونو او یو شمېر هېوادونو ته خپور شو.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG