د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لوګر کې اوربند غږ مشاعره


شاعر مطیع الله تراب وايي، ممکن دا ډول غږونه کاڼي زړونه نرم کړي.
شاعر مطیع الله تراب وايي، ممکن دا ډول غږونه کاڼي زړونه نرم کړي.

د فبرورۍ پر ۲۰مه د لوګر په مرکز پل علم کې د التمور د کلیوالي سیمې د ځوانانو په نووښت د اوربند غږ په نوم مشاعره جوړه شوه.

په یاده مشاعره کې چې له لوګر سربیره د خوست، پکتیا، پکتیکا، لغمان او کابل بېلابېلو ولایتونو شاعرانو او د شعر او فرهنګ مینه والو برخه اخیستې وه او تابیا کوونکو يې موخه د سولې او اوربند لپاره د عامو ولسونو د غږ اوچتول یاد کړل.

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس عبدالرحمن تسل وايي، پخوا به د سولې او اوربند غږ د غونډو او ناستو د ویناوالو لخوا کېده، خو دا ځل دا غږ د هغو سره په توپیر د شاعرانو لخوا اوچتیږي.

ده وویل، پخوا خلکو د ګواښونو له کبله د سولې او اوربند خبره په احتیاط سره کوله، خو اوس په دې لاره کې ګواښونو پسې نه ګرځي او د سولې خبره په جرئت سره کوي.

د لوګر په اوربند غږ مشاعره کې له خوست میمله شاعر مطیع الله تراب هم د التمور د سیمې ځوانان وستایل، چې سوله يې په یو نوي پیغام کې نغښتې وه او ممکن دا ډول غږونه کاڼي زړونه نرم کړي.

د لوګر په اوربند غږ مشاعره کې ګڼو شاعرانو خپل او د نورو انتخابي شعرونه او غزلونه وویل.

د لوګر د اوربند غږ مشاعرې په پای کې پر یو شمېر میلمنو شاعرانو برابرې شوې ډالۍ هم وویشل شوې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG