د هنګو ضلعې پولیس وايي چې د درسمندو سیمې د اته کلنې ماشومې مدیحې د وژنې په تړاو یې یو تن نیولی دی.
د پولیسو یوه ځايي مشر شوکت علي شاه نن د فبرورۍ پر ۲۰مه مشال ریډيو ته وویل چې نیول شوی تن الیاس نومېږي چې د وژل شوی ماشومې د تره زوی دی.
پولیس وايي دوی پر دغه تن د قتل الزام ثابت کړی دی چې هغه یې په خپله اعتراف کړی خو ملزم پر ماشومې د جنسي تېري له توره انکار کړی دی. پولیس وايي د وینې نمونې یې د ازموینې لپاره لېږلي دي.
مدیحه د فبرروۍ پر ۱۵مه لا درکه شوې وه چې مړی یې یوه ورځ وروسته په یو ځايي ځنګل کې و موندل شو. د پېښې پر ضد په سیمه کې مظاهرې هم شوی وی