د لاسرسي ځای

تازه خبر

جرمني کې د ډزو په دوو پېښو کې ۱۰ تنه وژل شوي


د جرمني پلټونکي وايي له فرینکفرټ سره نږدې بېګا د ډزو په پېښه کې د لږ تر لږه لسو کسانو وژنه یو 'ترهه ګر برید' و او موخه یې له بهرنیو وګړیو کرکه وه.

پولیس وايي، د هناو ښار په چیلم خانه او کیفې کې د هغه تن مړی د هغه له اپارتمانه موندل شوی چې ګمان کېږي دا ډزې یې کړې دي.

په عین حال کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان یوه ویاند نن د فبرورۍ پر شلمه په استنبول کې وویل چې په وژل شویو کې د ترکي وګړي شامل دي.

ابراهیم کلین وویل ترکي تمه لري چې د جرمني انتظامیه به د وژنو په پلټنو کې هر ممکن کوشش کوي.

ځايي رسنیو ویلي جې بیګا ناوخته د هناو په چیلم خانه او قهوه خانه کې یو تن پر خلکو ډزې وکړې.

پولیسو نن په بیان کې وویل چې پېښه د شپې مهال شا او خوا لس بجې وشوه چې پکې د لسو کسانو د وژل کېدو سربېره ځيني کسان زخمیان شوي هم دي.

پولیسو وویل چې مشکوک تن د پېښې له ځایه و تښتېد خو مړی یې نن له اپارتمانه موندل شوی دی. پولیس وايي هلته د یو بل تن مړی هم وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG