د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران وايي له کمزوري موقعیت نه امریکا سره خبرې نه کوي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي، هیواد به یې کله هم له کمزوري موقعیته یا د فشار لاندې حالت د امریکا سره خبرې ونه کړي او دا یې هم ویلي چې په منځني ختیځ کې د استحکام راوستو لپاره د تهران ته اړتیا ده.

روحاني دا څرګندونې د فبرورۍ پر ۱۶مه، په داسې حال کې کړي چې د روانې اوونۍ په پای کې په ایران کې پارلیماني ټاکنې هم تر سره کېدونکې دي.

نوموړي پر ایراني ولس غږ وکړ چې په انتخاباتو کې دې خپلې رایې وکاروي، دا په داسې حال کې ده چې زرګونه هغه کسان نا اهله ګرځول شوي چې خپل نومونه یې په انتخاباتو کې د ګډون لپاره راجستر کړي ول، په دغو کې د اوسني پارلېمان ۹۰ غړي هم شامل دي.

په ایران کې د فبرورۍ ۲۱مې ټاکنو ته په پراخ ډول د تندروو او محافظه کارو ترمنځ د مقابلې په توګه کتل کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG